د ویانا د خبرو اترو بشپړیدا ته واټن لرو
رویټرز خبري اژانس وايي د فرانسې د باندنیو چارو وزیر «ژان ایو لوډریان» په دې خبرې سره چې د ویانا خبرې اترې سوکه سوکه مخ ته روانې دي ادعا وکړه د دغو خبرو بشپړیدا ته زیات وخت پاتې دی .
هغه نن سهار ادعا وکړه ایران او نړیوال قدرتونه له هغو پرمختګونو سره سره چې د دسمبر میاشتې په پاې کښې په خبرو اترو کښې رامینځته شول اوس هم د اټومي تړون د احیا لپاره له هرډول موافقې څخه لیرې دي .
ژان ایولوډریان د فرانسې په پارلمان کښې په یوې(۱) غونډې کښې وویل د ویانا خبرې روانې دي خو هغه ډيرې سوکه او ورو دي او دغه چاره دغه ستونزه رامینځته کوي چې د حل لارې د موندلو چانس چې دټولو لورو د ګټو احترام وکړي په خطر کښې واچوي .
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «نیډ پرایس» هم ادعا کړي وه چې له ایران سره د اټومي موافقې په هکله د ویانا په خبرو کښې لږ شان پرمختګ شوی .
دغه راز رسنیو په ویانا کښې د ایران د مرکچي ټیم د مشر« علي باقري کني »په قول ویلي وو د خلاصو پرانتزونو په نوم د اختلاف موردونه په کمیدا دي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د هندوستان د باندنیو چارو له وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په ویانا کښې د بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو اترو په هکله په دې خبرې باندې ټینګار سره چې خبرې په سمه لاره روانې دي وویل مونږ په ښه نیت سره ښې موافقې ته د رسیدا لپاره ضروري اراده لرو او که چیرې لویدیځ لوری هم دغه ښه نیت او اراده ولري نو ښې موافقې ته رسیدلی شو .