چین کښې د افغانستان سفیر خپل کار پریښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110910-چین_کښې_د_افغانستان_سفیر_خپل_کار_پریښود
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د افغانستان سفیر «جاوید احمد قائم »د طالبانو لخوا د کابل په نیولو پسې د څو میاشتو د معاش له نه ترلاسه کولو وروسته د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کښې خپل کار پریښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 07:44 Asia/Kabul
  • چین کښې د افغانستان سفیر خپل کار پریښود

زمونږ خبریال وايي په چین کښې د افغانستان سفیر «جاوید احمد قائم »د طالبانو لخوا د کابل په نیولو پسې د څو میاشتو د معاش له نه ترلاسه کولو وروسته د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کښې خپل کار پریښود .

جاوید احمد قائم په یوه (۱)لیک کښې چې په جنورۍ میاشت کښې سپارل شوی او ټویټر پاڼې باندې هم خپور شوی وویل په چین کښې د افغانستان په سفارت کښې ډیرې ډیپلوماټان له وړاندې څخه تللي دي او د طالبانو موقته حکومت د تیر میلادي کال له اګست میاشتې راهسې دوې ته معاشونه  نه دي ورکړي .

په چین کښې د افغانستان سفیر جاوید احمد قائم زیاته کړه نور ډیر شخصي او  حرفه دلایل هم شته خو زه نه غواړم چې هغه بیان کړم .

چین له افغانستان سره یو(۱) لنډ سرحد لري او پیکینګ افغانستان ته تراوسه ډيرې مرستې استولي دي .

په چین کښې د افغانستان سفیر جاوید احمد قائم وویل د سفارت لپاره نوی سړی ټاکل شوی چې ښاغلی «سعادت» نومیږي.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د جاوید احمد قائم پرځاې د نوي  کس د ټاکلو په هکله څه نه دي ویلي خو د چین د خارجه وزارت ویاند «وانګ وین بین »پرون وویل جاید احمد له چین تللی دی او نور جزیات یې ورنکړل چې هغه چیرې لاړ دی .