د قزاقستان په وروستیو ناقراریو کښې ۲۲۵ تنه وژل شوي دي
Jan 16, 2022 09:34 Asia/Kabul
د قزاقستان د ولایتي څارنوالۍ استازي وویل چې د دغه هیواد په وروستیو ناقراریو او شخړو کښې ۲۲۵ کسانو سرونه بایللي دي
سریک شالابایف زیاته کړه: د ۲۲۵ کسانو مړي مرده خانو ته سپارل شوي دي چې ۱۹ تنه په کښې حکومتي افسران او پوځي کارکونکي دي.
په قزاقستان کښې پراخ ولسي اعتراضونه د جنورۍ په دویمه نیټه د سونګو د بیې د زیاتیدو له اعلان وروسته د دغه هیواد په ژاناوزن ښار کښې پيل شول او ورپسې د قزاقستان د ترټولو ستر ښار آلماتي په شمول نورو ښارونو ته هم پراخ شول خو بلآخره د ډله ایز امنیت د تړون د غړو هیوادونو د ځواکونو په ورتګ سره، په قزاقستان کښې نسبي ارامښت ټینګ شوی دی.
ټیګونه