له قزاقستان څخه د روسیې د صلح ساتي ځواکونو وتل :-
د امریکا په مشرۍ د لویدیځو حکومتونو او د ترکیې په مشرۍ ترک د پاله بهیر د تورونو له مطرح کیدا سره سره بالاخره د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون د غړیو هیوادونو پوځي ځواکونه له قزاقستان څخه ووتل .
په قزاقستان کښې د خلکو له اعتراضونو او د حکومت له لاس څخه د حالاتو د کنټرول له وتلو وروسته د قزاقستان ولسمشر قاسم ژامرت تاکایف په هیواد کښې د ارامښت د ټینګولو لپاره د ډله ییز امنیت د تړون له موسسې د مرستې غوښتنه وکړه .
د مرستې له دغه غوښتنې وروسته ډیرو لویدیځو سیاستوالانو او د سیمې په سویه او په ترکیې کښې د ترک پالنې بهیر ته اړونده رسنیو هڅه وکړه چې د قزاقستان حکومت له روسیې څخه د مرستې له غوښتنې پښیمانه کړي .
د بیلګې په توګه د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په لومړي غبرګون کښې د ډله ییز امنیت د تړون د موسسې د مامورمت له ترسره کیدا وروسته له قزاقستان څخه د روسیې د پوځیانو وتل یو (۱)ستونزمن کار وباله .
د روسیې پرضد د امریکا د تورونو له مطرح کیدا سره په یووخت په ترکیې او اذربایجان جمهوریت کښې لویدیځ پاله او ترک پالنې بهیر ته اړونده رسنۍ غلي پاتې نشوې او د روسیې پرضد یې د قزاقستان د عمومي افکارو د احساساتو د لمسولو اقدام وکړ .
په تیرو ورځو کښې د اذربایجان جمهوریت اکثره رسنیو د پروپاګنډو دغه چورلیز په اجنډا کښې شامل کړی دی چې روسیې په قزاقستان کښې د بلواو له ختمولو سره د مرستې په پلمه دغه هیواد په پوځي نیواک کښې وروستلی دی .
په قزاقستان کښې د روسیې د پوځي شتون پرضد د امریکا د خارجه وزیر بلینکن د تور په شمول د تورونو مطرح کیدل په داسې شرایطو کښې دي چې چې دغه تور په اساسي توګه د امریکا په هکله زیات رښتیا ښکاري .
د تیرو لسګونو کلونو تجربه د دې ښودنه کوي چې له دوهم (۲) نړیوال جنګ وروسته د نړۍ هیڅ هیواد یا سیمه نه ده بریالۍ شوي چې د امریکا پوځي شتون پاې ته ورسوي .
په حقیقت کښې په سوریې ، عراق او افغانستان کښې له امریکا سره د عراق له تاوتریخوالو چې ورتیر شو چې له دغو هیوادونو د واشنګټن د وتلو سبب شوي دي باید ووایو د امریکا پوځیان تراوسه له هیڅ هیواد یا سیمې نه دي وتلي .
جاپان د دغه حقیقت یوازنۍ بیلګه ده چې د هیواد د زرګونو خلکو له پرله پسې اعتراضونو سره تراوسه نه دي توانیدلي چې د امریکا پوځیان له خپل هیواده وباسي .
په دغه ناوړه او ګډوډې مخینې سره د امریکا خارجه وزیر بلینکن هڅه کړي ده هغه حقیقت چې د خپل هیواد په هکله سموالی لري د روسیې پرضد مطرح کړي .
له دغه حقیقت سره سره چې ممکنه ده روسیه هم د نړۍ په یوې(۱) مهمې سیمې یا یوه (۱) هیواد کښې د امریکا په شان اقدام ترسره کړي باید ووایو د روسیې پوځیان د قزاقستان له ولسمشر سره د شوي موافقې پراساس په ټاکلي نیټه له دغه هیواده وتلي دي .
په همدې ارتباط د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د روسیې څلویښتو (۴۰) پوځي هیلي کوپټرونو له قزاقستان څخه د ماسکو سوله ساتي پوځيان خپل هیواد ته بیرته بیولي دي .
د روسیې دفاع وزارت دغه راز ډاګینه کړه د ډله ییز امنیت د تړون د موسسې د غړیو هیوادونو په سوله ساتي ځواکونو کښې روسیه ، بیلاروس ، ارمنستان ، تاجیکستان او قیرغیزستان شامل دي کومو چې د بلواګرو په مقابل کښې د قزاقستان جمهوریت دفاع وکړه او هلته یې ارامښت ټینګ کړ .
د قزاقستان په بدلونونو او د هیواد په مهمو ښارونو کښې د روسیې د ځواکونو په قومندنۍ د ډله ییز امنیت د تړون د موسسې د سوله ساتي ځواکونو له دیره کیدا وروسته د اذربایجان جمهوریت او د ترکیې په رسنیو کښې د پخواني شوروي د اتحاد د احیا فوبیا(Phobia) تبلیغات پیل کړل او د دغو هیوادونو په رسنیو کښې یې د روسیۍ د امپراتورۍ یا د پخواني شوروي د احیا کولو لپاره د روسیې د نه اعلان شوي هڅې په هکله اندیښنې څرګندې کړي دي .
د بیلګې په توګه د ترکیې « یني مساوات » ورځپاڼې چې یوډول د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر او د حکومت په مهمې برخې کښې د موجودو افکارو د ویاند چارې پرغاړه لري« ایا پوتین شوروي احیا کوي او له قزاقستان وروسته د کوم هیواد نوبت دی» په نوم مقالې کښې ولیکل : ډیرې خلک باوري دي د کریملین خاوند ولادیمیر پوتین چې اکثره یې د شوروي اتحاد بیا احیا کیدل نامکمن بللي دي په حقیقت کښې د دغه خوب د تحقق لپاره نه ستړي کیدونکي هڅه کوي . حاضردمه د ګډو ګټو د ټولنې په اکثرو هیوادونو کښې د روسیې د عسکرو شتون د ډیرو مسائیلو په وجه دی .
له روسیې څخه د هیوادونو د ویرولو لپاره پروپاګنډې او په اذربایجان جمهوریت او ترکیې کښې د پان ترکي ایزم د بهیر په رسنیو کښې د روسیې لخوا د قزاقستان د نیولو ادعا په داسې حال کښې ده چې څو ورځې مخکې په قزاقستان کښې د سوریې د جنګ لپاره د ترکیې لخوا د منظمو شویو تکفیري او د پان ترکیسټ ترهګرو ډلو او د عناصرو د شتون په هکله یوشمیر سندونه او ثبوتونه خپاره شوي دي .