جوبائيډن:
د ويانا خبرې اترې د پرمختګونو په حال کښې دي
د امريکې ولسمشر جوبائيډن وويل، د ايران او څلور جمع يو ډلې ترمېنځ د ويانا په خبرو اترو کښې يو لړ پرمختګونه د کېدو په حال کښې دي.
د اېرنا د رپوټ له مخې د امريکې ولسمشر دا خبره د ځاي وخت مطابق پرون مازيګر په روان ۲۰۲۲ ميلادي کال کښې د خپلې ولسمشرۍ د يو کال د تېرېدو په مناسبت په خپل وړومبني اخباري کانفرنس کښې وکړه.
بائيډن د يو خبريال د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د ايران د اېټمي خبرو اترو په اړه ستا نظر څه دے او آيا فکر کوې چې دغه خبرې اترې به پرمختګ ولري يا وخت رارسېدلےدے چې خبرې اترې پرېږدئ زياته کړه، اوس د پرېښودو او لاس اخېستو وخت نه دے ځکه چې خبرې اترې د پرمختګونو په حال کښې دي.
د امريکې ولسمشر په دوام کښې وويل: پينځه جمع يو ډله سره يو موټې او يو غږ ده خو کتل پکار دي چې څه راپېښيږي.
د بائيډن له وېنا مخکښې د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن وويل د ايران يوه غوښتنه له موافقې نه د امريکې د بيا نه وتلو لپاره ضمانت دے.
د امريکې خارجه وزير له Pod Save the World پروګرام سره په مرکه کښې واضحه کړه چې له برجام اېټمي موافقې څخه د وتلو فېصله د امريکې د بهرني سياست په تاريخ کښې يوه ترټولو بده فېصله وه.