کشمیر کښې پنځه وسله وال وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111794-کشمیر_کښې_پنځه_وسله_وال_وژل_شوي_دي
پنځه تنه وسله وال کسان د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځي ځواکونو په لاس وژل شوي دي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 31, 2022 07:56 Asia/Kabul
  • کشمیر کښې پنځه وسله وال وژل شوي دي

پنځه تنه وسله وال کسان د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځي ځواکونو په لاس وژل شوي دي

رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د هندوستان پوځي ځواکونو دغه پنځه کسان پرون په کشمیر کښې په دوو جلاجلا عملیاتو کښې وژلي دي.

په عین حال کښې د کشمیر په سرینګر کښې د هندوستان د پوځ یو لوړرتبه پوځي هم د وسله والو په ډزو کښې وژل شوی دی.

کلونه وشول چې هندوستان تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره دغه سیمه نیولې ده او په تیرو څه باندې دریو لسیزو کښې یې د دغې سیمې لسګونه زره کسان وژلي دي.