ایران او پاکستان د افغانستان د کډوالو ښه کوربه توب کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111806-ایران_او_پاکستان_د_افغانستان_د_کډوالو_ښه_کوربه_توب_کړی
فارس خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان د کډوالو په کوربه توب کولو کښې د ایران او د پاکستان د نه هیریدونکي سخاوت قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 08:42 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د افغانستان د کډوالو ښه کوربه توب کړی

فارس خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان د کډوالو په کوربه توب کولو کښې د ایران او د پاکستان د نه هیریدونکي سخاوت قدرونه وکړه .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې له افغانستان سره د مرستو لپاره د نړۍ د نورو هیوادونو د یادونې په ترڅ کښې وویل چې ایران او پاکستان د افغانستان د میلیونونو کډوالو په کوربه توب کولو کښې نه هیریدونکی سخاوت ښودلی دی .

هغه نړیواله ټولنه وهڅوله چې د ایران او د پاکستان په شان کړچار غوره کړي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش د امنیت شورا په غونډه کښې سپارښتنه وکړه د افغانستان له کړکیچنو شرایطو سره د مقابلې لپاره د ملګروملتونو لپاره یو(۱) نوی ماموریت په نظر کښې ولري .

له دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې سره چې د افغانستان نیمايي خلک له زیاتې لوږې سره مخامخ دي وویل دغه هیواد په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې له ترټولو سختۍ وچکالۍ سره مخامخ دی او د افغانستان نهه (۹) میلیونه خلک د قحطۍ په شرایطو  کښې دي .