ځانونه ساتئ د کورونا بل خطرناک ویروس خپور شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111880
زمونږ خبریال وايي د کورونا له اومي کرون (Omicron) ویروس وروسته اوس په ټوله دنیا کښې بل خطرناک کورونا ویروس په خپریدا دی چې نوم یې نیوکوو(Neocov) دی
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 01, 2022 17:22 Asia/Kabul
  • ځانونه ساتئ د کورونا بل خطرناک ویروس خپور شوی

زمونږ خبریال وايي د کورونا له اومي کرون (Omicron) ویروس وروسته اوس په ټوله دنیا کښې بل خطرناک کورونا ویروس په خپریدا دی چې نوم یې نیوکوو(Neocov) دی

د کورونا د دغه نوي ویروس په هکله د چین د ووهان ولایت سایئنس پوهانو د نړۍ هیوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې د کورونا دغه نوی ډول ویروس نیو کوو(Neocov) د کورونا له مخکنیو ټولو ډولونو څخه زیات خطرناک دی .

هندوستان ټایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی د چین د ووهان ولایت د سائینس پوهانو لخوا په یوه (۱) ترسره شوي تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې د کورونا نوی ویروس نیوکوو (Neocov) په دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال کښې په مینځني ختیځ (لویدیځې اسیا ) خپور شوي او په دوه زر سوه پينځلسم (۲۰۱۵)میلادي کال کښې خپور شوي مرس کورونا ویروس(MERS-Coronavirus) ته ورته دی .

د چین سائیسن پوهانو په خپل نوي راپور کښې ویلي دي چې د کورونا نوی ویروس نیوکوو د کورونا ویروس له پخوانیو ډولونو څخه زیات او زر خپریږي او له هغو  زیات خطرناک دی او زر خلک وژني  .

د کورونا دغه نوی ویروس پینځه دیرش (۳۵) فیصده خلک وژني .