د تهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i111908-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځيني_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران  او ورپسې هم  ځينی بهرنی ورځپاڼې درسره شر یکې کوو ، هیله ده  د پام وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 02, 2022 13:41 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران  او ورپسې هم  ځينی بهرنی ورځپاڼې درسره شر یکې کوو ، هیله ده  د پام وړ مو وګرځي .

د تهران زیاتره ورځپاڼو  نن پخپلو لومړنیو مخونو باندې د ستر دیني مرجع، فقیه او د سلګونو کتابونو او رسالو د مصنف آیت ا... صافی ګلپایګاني د رحلت په باب د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود پشمول  د دینی مراجعو ، سیاسی،ټولنیزو ،دیني ، کلتوري  او اجتماعي شخصیتونو او ټولنو له خوا په دغې سترې ضائعې دغمرازئ  پیغامونه  خپره کړي  او لیکلي ئې دي ، دخداي بخښلي آیت ا... صافی ګلپایګاني  په رحلت سره رامینځة شوي دغه تشه  ستره غمیزه ده .

ورځپاڼو همداراز  لیکلي دي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي تسلیّت په باب پخپل پیغام کې لیکلی دي ،حضرت آیت ا... صافی ګلپایګاني پخپل شخصیّت کې د دین او مذهب یو بې مثاله خدمت کونکی او د دینی  او روحانی مرکزونو اوحوزو یوه  پياوړي ستنه وه  ، خداوندمتعال  دې ورته د اهل بیت علیهم السلام په جوار کې  ځاي ورکړي .  ورځپاڼو همداراز لیکلی دي ،په ایران کې د د زیاترو اسلامی هیوادونو سفیرانو هم په دې اړه خپل  دغمرازئ پیغامونه خپره کړي او وئيلي ئې دي ، اسلامی نړۍ له یوه ستر مبلغ او استاده محرومه شوي  چې خدای دې وکړي دغه تشه بیا ډکه شي . ټاکل شوې ده د  خدای بخښلي آیت ا.... صافی ګلپایګاني دجنازې دستورې نن په  قم  مقدس ښار کې ترسره شي او  دهغه  مړی هم بیا د  دفن کولو لپاره په عراق کې کربلا معلی ته یوړل شي ، ځکه دهغه  دوصیّت په اساس  به دهغه جنازه په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام دحرم په خوا کې خاورو ته سپارل کیږي .

 داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، په متحده عربی  اماراتو باندې د یمن دپوځ او  انصار ا... ولسی مبارز  ځواک د ډرونز او توغندوي یونټونو په وار د واره بریدونو او دزیاتو تاوانونو په اړولو پسې  له  ابوظبئ او دوبئ په یوه بل پسې بهرني شرکتونه خپل ټغر ټولوي .  وئيل کیږي ، یو شمیر بهرنیو شرکتونو په دوبئ او ابوظبئ کې خپل دفترونه تړلي  دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیلکي دي ،  دعراق په جنوب کې د ذی قار او المثنی ولایتونو ترمینځ  دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو په یوه لاجسټیکي کاروان بانډې توغندوي برید شوی چې  وئيل کیږی، یو شمیر ګاډي او تجهیزات پکې تباه شوي دي .

 د  اسرائيلو هاآرتص  خپرونې لیکلی دي،د اسرائيلو تورتمې شپې ورځې په وړاندې دي، صهیونیسټان  له دغه ټاټوبي په وتلو پسې شوي  او اسرائيل نور  د ژوند کولو ځاي نه دی .

په امریکا کې د نفرت  او افراط پالنې د مطالعې د مرکز د احصایو په اساس  د جوزف بایډن د حکومت په پړاؤ کې  په امریکا کې د  لږکیو په ضد نفرتونه  او توکمپالنې زیاتې شوي دي.

 د لبنان  د  البیار الوطني  مسیحي ګوند مشر جبران باسل  چې  ددغه هیواد  له ولسمشر میشل عون سره اړونده ګوند دی ، په بشپړ ډول ئې  د حزب ا... ولسی غورځنګ او دهغو د د وسلو دفاع کړې او  مخالفانو ته په خطاب کې ئې ووئيل ،  د حزب ا... او ددغه ګوند ترمینځ د تفاهم له سنده به په شا نشي .

د افغانستان د سمنګان والی قندوزي  ددغه ولایت  د اهل تشیّع  مشرانو او عالمانو سره په  کتنې کې روښانه کړې ،  طالبان  د درستو شیعیانو  دحقوقو دفاع کوي او  په  افغانستان  کې هیڅوک  دا حق نه لري  اهل تشیّع حقوقو  ته بې احترامي  اوسپکاوي وکړي .

داهم  د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،دعراق دملی امنیت سلاکار قاسم الاعرجي  له یوشمیر اروپائي سفیرانو سره په کتنې کې  وئیلي  دي ، د سیمې له هیوادونو سره د ایران خبرې اترې  په ښه لور روانې دي  او دا  هم د سیمې او هم د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګټه ورې کیدلی شي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د امریکا د خارجه وزارت یوه لوړپوړي مسئول مقام وئيلي دي ، په ویانا   کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو ترمینځ  د غوره  دخبرواترو  جان اخلي او دغه بهیر په ښه لور روان دی او ممکنه ده ډير زر په دې اړه یوه  غوره فیصله وکړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احممد وحیدي په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د کرونائي بحران دبیرته زیاتیدا  له امله  تر دې دمه فیصله نه ده شوې چې په درست ایران کې د سلواغې د دوویشتمې نیټې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مناسبت  میلیوني لاریون  په کومه بڼه ترسره شي .

 د ایران داسلامی  جمهوریت خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل  له  چین سره د جامعې ملګرتیاؤ  پروګرام په قدرت سره پر مخ ځي .

د امریکا ولسمشر جوزف بایدن  د قطر له امیر شیخ تمیم آل ثاني سره په خبرو کې ووئیل ، قطر یو ښه  اوباؤري ملګری دی ،  داپه داسې حال کې دي چې  په دغو خبرواترو کې د ایران او افغانستان  د وروستیو حالاتو  په باب هم ځيني  خبرې اترې شوي دي چې  جزیات ئې نه دي خپرۀ شوي .

Image Caption

 

اوس هم راګرځو د افغانستان مطبوعاتو ته ، لکه څرنګه چي پوهیږئ څه موده کیږي چي په افغانستان کې د ورځپاڼو چاپ بند شوی او د دې هیواد ورځپاڼې خپل مطالب په انلاین توګه خپروي. البته باید ووایو دغه لیکنې  ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي . 

د افغانستان د ورځپانو په سر کې «مسیر» را اخلو چي په خپله لومړي پاڼه کې د افغانستان په هکله د انټي وار د لوېدیځي رسنۍ یوه مطلب ته  انعکاس ورکړی دی او لیکلی دی: د افغانستان پر وړاندې روانه اقتصادي جګړه به میلیونونه افغانان زیانمن کړي.

ورځپاڼه وړاندې د انټي وار د نشریې په حواله زیاتوي:، داسې ښکاري چې امریکا په قصدي توګه پر افغانستان اقتصادي بندیزونه وضع کړي او دا په تمامه معنا یوه اقتصادي جګړه ګڼل کېدلی شي.له دغه ډول فشارونو استفاده د ټولو نړیوالو قوانینو په ضد عمل دی او امریکا ته په کار ده چې ژر د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادېکړي.

وړاندې په مطلب کې راغلې،په افغانستان کې میلیونونه وګړي همدا اوس له لوږې سره لاس او ګریوان دي، بیکاري ډېره شوې ده، د افغانۍ ارزښت راټيټ شوی دی، پانګې په وتو دي او ددې ټولو ستر لامل د امریکا اقتصادي بندیزونه دي او غواړي روانه بې باوري او اندېښمنوونکی وضعیت ادامه ولري.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د قطر او کابل تر مینځ د مستقیمو پروازونو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

مسیر لیکي: د ملکي هوایي چلند ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان او قطر ترمنځ پروازونه په رسمي توګه پیل شول او له دې وروسته به افغان او قطري الوتکې کولی شي په ګډه د مسافرو د لېږد را لېږد لپاره اقدام وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي: ملکي هوايي چلند اداره وایي هره اونۍ به افغان او قطري الوتکې خپل پروازونه ترسره کوي. تردې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې د کابل او قطر ترمنځ د پروازونو پر بیا پيلېدو هوکړه شوې ده او په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي.

د ورځپاڼې په وېنا د قطر او افغانستان تر مینځ د پروازونو په بیلېدو سره به له دغه هیواده د پاتې بهرنیو وګړو لپاره به د تخلیې ماموریت هم ادامه وموندي.

کلید انلاین خپرونه ؛ دغه خپرونه بیا په کابل کې د یو بل افغان خبریال د لادرکه کېدو خبر ورکړی دی.کلید لیکی: په داسې حال کې چې وړمه ورځ په کابل کې د اریانا نیوز ټلویزیون د دوو ورکو شوو خبریالانو برخلیک لاهم معلوم نه دی، د ۹۲ نیوز په نوم رسنۍ خبریال زاهد صمدزوی هم ورک شوی دی.

د خپرونې په وینا: د ۹۲ نیوز اردو ژبې رسنۍ خبریال صمدزوی پرون د کابل ښار د ۵۰۰فامیلیو په سیمه کې ورک شوی دی چي پېښه د خبریالانو فدراسیون رییس حجت الله مجدیدي هم تایید کړي دي. په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه او د ملګرو ملتونو دفتر په هېواد کې د خبریالانو امنیتي حالت د اندېښنې وړ بولي.

سپوږمي

سپوږمي بیا د طالبانو له حکومت څخه د بایډن غوښټنې ته انعکاس ورکړی دی. د خپرونې په وېنا: بایډن له نوي افغان حکومت د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

خبر کې راغلې چي د امریکا ولسمشر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو آرمان لري، نو باید مارک فریچرز ازاد کړي ځکه دا مسئله د مذاکرې وړ نه ده.