امام خمیني په نړۍ کښې د بیدارۍ او آزادۍ مثال دی
Feb 08, 2022 09:10 Asia/Kabul
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیټې مشر وویل: د اسلامي نړۍ عالیقدره مرجع حضرت امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب په بریالیتو کښې مهم رول درلود
حجت الاسلام «سید محمدحسین رضوانيبامیاني» په کابل کښې ایران پریس ته په ځانګړې مرکه کښې، د امام خمیني په مشرۍ د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د رارسیدو په مبارکۍ ویلو سره څرګنده کړه: امام خمیني یو ځانګړی شخصیت او رهبر و او وتوانیده ستر ولسي کاروان د اسلامي انقلاب د بریا په لور بوځي.
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا د کلتوري کمیټې مشر زیاته کړه: امام خمیني د اسلامي انقلاب پر مشرۍ سربیره یو داسې فکر رامینځته کړ چې د افغانستان د خلکو په شمول د نړۍ د ټولو پتمنو لپاره د آزادۍ لپاره د مبارزې په لاره کښې د لارې د خلاصونکي په توګه مطرح شو.
ټیګونه