د نړیوالې ایټمي موافقې ساتل ډيپلوماټيکو هڅوته ضرورت لري
مونږ د ایران د ایټمي موافقې د وضعیّت او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په باب چې په ۲۰۱۵کال کې تصویب شوې ، او د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه په اساس تائيد شوې ده ، بحث او خبرې اترې وکړې .
فارس خبری آژانس راپور راکړ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره له کتنې وروسته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو په خاطر د ډيپلوماټيکو هلوځلو پر دوام ټینګار وکړ او دا ئې یوه ضروري چاره وبلله .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د روسیې ولسمشر پرون د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره په کتنې کې چې د ماسکو په سفر تللی ؤ ،ووئيل ، مونږ د ایران د ایټمي موافقې د وضعیّت او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په باب چې په ۲۰۱۵کال کې تصویب شوې ، او د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه په اساس تائيد شوې ده ، بحث او خبرې اترې وکړې .
د ورسیې ولسمشر ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره د ډيپلوماټيکو هلوځلو د دوام په ضرورت ټينګار کړی او وئيلی ئې دي ، مونږ سره ګډ نظر لرو چې ددغه لويۍ سند د ساتلولپاره دسوله ایزو حل لارو ته د هڅولو او د ډيپلوماټيکو هڅو دوام ضروري دی .
داپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د روانو خبرواترو په بهیر کې دوې مهمې موضوعګانې ، د ایران اسلامی جمهوریت پرې جدي ټينګار کوي ،د بندیزونو لغوه کیدا او تائيدیدا ئې او دغه راز هغه ضمانتونه دي چې ایران ورباندې ډاډمن شي .
په داسې حال کې چې روسیه او چین په دغو خبرواترو کې د ایران د منطقي غوښتنو ملاتړ کوي ، وئيل کیږي ، چې لویدیځوال دخبرواترو په میز دایما داسې کړچار غوره کوي ، چې هره ورځ اړوي رااوړي او په شوو پرمختګونو کې د بیا کتنې غوښتې کوي.