د امام علي علیه السلام د زوکړې کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112256-د_امام_علي_علیه_السلام_د_زوکړې_کلیزه_مو_مبارک_شه
نن د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه، د نړۍ د مسلمانانو د اول معصوم امام امیرالمومنین حضرت علي علیه السلام د نیکمرغه ولادت کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • د امام علي علیه السلام د زوکړې کلیزه مو مبارک شه

نن د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه، د نړۍ د مسلمانانو د اول معصوم امام امیرالمومنین حضرت علي علیه السلام د نیکمرغه ولادت کلیزه ده

حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام د رجب یا بزرګې د میاشتې په دیارلسمه نیټه، په داسې حال کښې چې د مور مخې ته یې د کعبې د خونې دیوال خلاص شو او هغه دغې مقدسې کوټې ته ورننوتله، نړۍ ته سترګې رڼې کړې.

امام علي علیه السلام له ځلمیتوبه د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په نزد روزنه وموندله.

هغه وړومبنی کس و چې په اسلام یې ایمان راوړه او د رسول الله مبارک له خوا د اسلام د مبین دین د تبلیغ او دودولو په ټولو پړاؤونو کښې د هغه حضرت ترټولو ستر ملګری او ملاتړی و.

د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د امام علي علیه السلام د زوکړې کلیزه، د پلار ورځ نوموله شوې ده.

د ټول ایران خلک د امام علي علیه السلام د میلاد ورځ چې پ حقیقت کښې د امامت پلار دی، په ډیرې ولولې سره لمانځي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو او د اهل بیتو علیهم السلام مینه والو ته د مولا علي علیه السلام د زوکړې مبارکي وایو.