امریکا او لویدیځوال دروسې او اوکراین ترمینځ شخړه جوړول غواړي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112318-امریکا_او_لویدیځوال_دروسې_او_اوکراین_ترمینځ_شخړه_جوړول_غواړي
داپه داسې حال کې  دي چې د کرملین د ماڼۍ  ویندوي دیمیتري پسکوف هم ددغو اټکلونو اود اور  د لمبو دزیاتولو په غبرګون کې وئيلي ، دا  په اروپا کې د تاؤتریخوالو د ز یاتولو په خاطر د امریکاپه وسیله ددروغو خبری کمپاین دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 16, 2022 09:02 Asia/Kabul
  •  امریکا او لویدیځوال دروسې او اوکراین ترمینځ شخړه جوړول غواړي 

داپه داسې حال کې  دي چې د کرملین د ماڼۍ  ویندوي دیمیتري پسکوف هم ددغو اټکلونو اود اور  د لمبو دزیاتولو په غبرګون کې وئيلي ، دا  په اروپا کې د تاؤتریخوالو د ز یاتولو په خاطر د امریکاپه وسیله ددروغو خبری کمپاین دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ په ویاناکې د روسیې  سفیر او دایمی استازي میخائيل اولیانوف  نن پخبل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ، نړیوالې ټولنې ته ئې خبرداری ورکوۀ، چې روسیه د فرورۍ په شپاړسمه  سهار وختي پخپل ګاونډي اوکراین حمله کوي ،نو دغه وخت هم تیر شو  او هیڅ داسې خبره نشته ،نو اوس باید نړیواله ټولنه ترې وغواړي ،آیا دعمومي افکارو د غولولو  او  تاؤتریخوالو ته د لمن وهلو په دلیل بخښه نه غواړي .‎؟ بلاخره شرم هم څه شی دی .

له دې مخکې پولیټیکو خپرونې  دجوزف بایډن له قوله لیکلی وو ، روسیه به په اوکراین خپله حمله د فروروۍ د شپاړسمې نیټې په سهار وختي پيل کړي  او واشتګڼ  خپلو متحدانو ته اطلاع وکړې چې  له دې مخکې احتمالا یو شمیر سایبری  او توغندوي  حملې وشي . انګریز چارواکو هم  د بایډن په پلۀ د پل په کیښودو سره د فرورۍ د شپاړسمې په سهار په اوکراین د روسیې د حملې ډنډوره وهلې . داپه داسې حال کې  دي چې د کرملین د ماڼۍ  ویندوي دیمیتري پسکوف هم ددغو اټکلونو اود اور  د لمبو دزیاتولو په غبرګون کې وئيلي ، دا  په اروپا کې د تاؤتریخوالو د ز یاتولو په خاطر د امریکاپه وسیله ددروغو خبری کمپاین دی .