د اکراین پلازمیني د نسکورېدو په اړه نا تائید شوي راپورونه
Feb 25, 2022 11:55 Asia/Kabul
ځینو خبري سرچینو کې د اکراین پلازمیني کی یف ته د روسي ځواکونو د ننوتلو په اړه راپورنه خپري شوي دي.
د ځینو خپري سرچینو له راپور سره سم، روسي ټانګان دم په ګړي د اکراین پلازمیني کی یف ښار ته ننوتلي او یاد ښار سقوط کړی دی.
خو تر دې دمه یاد راپورونه تائید شوي نه دي.
څو ساعته وړاندې د امریکې د وزیر دفاع «لوید آستین» د کنګرس له ځینو غړو سره په تماس کې وویلي چي د اکراین پلازمینه کی یف به د روسي ځواکونو له لوري محاصره شي، د روسیې ولسمشر پوټین غواړي د اکراین حکومت نسکوره کړي او هلته خپل د خوښي حکومت رامینځ ته کړي.
ټیګونه