روسیه او اوکراین باید سولې ته بل فرصت ورکړي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112756-روسیه_او_اوکراین_باید_سولې_ته_بل_فرصت_ورکړي
ګوتریش ووئیل په تیرو وختونو کې د ملګروملتو منشور له چیلنجونو سره مخ شوی، خو د سولې، امنیت،پراختیا،عدالت ،د بشری حقوقو او نړیوالو قواعدوا و حقوقو ترڅنګ ولاړدی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2022 09:34 Asia/Kabul
  • روسیه او اوکراین باید سولې ته بل فرصت ورکړي 

ګوتریش ووئیل په تیرو وختونو کې د ملګروملتو منشور له چیلنجونو سره مخ شوی، خو د سولې، امنیت،پراختیا،عدالت ،د بشری حقوقو او نړیوالو قواعدوا و حقوقو ترڅنګ ولاړدی .

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش  په اوکراین  باندې دحملې  د محکومیّت د پریکړه لیک  په ویټو کولو کې د روسیې په اقدام پسې،خپلو کیمپونو ته د روسیي عسکرو د بیرته ستنیدا غوښته کړې او د سولې لپاره  ئې د یوه بل فرصت په ضروت ټينګار کړی دی .

 ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ ،د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش  بیګا  د امنیت شورا له غونډې وروسته  ووئيل،ملګری ملتونه د جنګ د ختمولو لپاره له جنګه رامینځةشوی دی ، خو هیڅکله به تسلیم نه شو ، څو  سوله ترلاسه کړو  او دهیوادونو مشران باید  د سولې اوخبرواترو لارې ته وګرځي .

د ملګروملتو سرمنشي  ټینګار وکړ ،په اوکراین کې ښکیل لوري باید د انسان دوستۍ نړیوالو قوانینوته د احترام په سترګه وګوري  او مونږ باید په اوکراین کې د انسان دوستۍ  دمرستو د کاروانونو په آزاده توګه دتګ راتګ څخه ډ اډمن شوو .

ګوتریش ووئیل په تیرو وختونو کې د ملګروملتو منشور له چیلنجونو سره مخ شوی، خو د سولې، امنیت،پراختیا،عدالت ،د بشری حقوقو او نړیوالو قواعدوا و حقوقو ترڅنګ ولاړدی .

دملګروملتو امنیت شورا بیګاپه اوکراین کې د پوځي اقدام په محکومیّت کې یو پریکړه لیک وړاندې کړ ، چې روسیه په زغرده ویټو کړ . په دغې ناستې کې د روسیې  په ضد په دغه پریکړه لیک کې د امنیت شورا له پنځلسو دایمی او غیر دایمي غړو څخه یولسو غړو دغه پریکړه لیک ته مثبتې رائې ورکړې او درو هیوادونو ويعني چین ، هندوستان او متحده  عربی اماراتو سپينې   او روسیې هم مخالفه رایه ورکړه  او ورسره ئې دغه پریکړه لیک ویټو هم کړ .