د مسکو او کی یف د مذاکراتو سره د جنګ دوام
د بلاروس په مینځګړیتوب سره د روسیې او د اکراین د پلاو تر مینځ د خبرو اترو سره سره، په اکراین کې جنګ روان دی او د بردیانسک ښار د روسي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د اکراین جګړه پنځم ورځي ته ور داخل شوې ده او په دونباس ښار باندې د اکرایني ځواکونو او تندلاري ملي پالو بریدونه دوام لري.
روسي ځواکونو په دونباس باندې د اکرایني ځواکونو د بریدونو د بندېدو او د اکراین په دولت باندې د فشار په موخه، د بردیانسک په ښار فوځي برید کړي دي.
بردیانسک ښار د ازوف له سمندر سره پروت دی، د راپورونو له مخي اوس مهال روسي ځواکونو د دې ښار مرکز ته ځانونه رسولي دي.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چي روسي ځواکونه د بردیانسک او انرژیګودار په ښارونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د کی یف، خارکیف او هرسون لویو ښارونو کې د روسي ځواکونو او د اکرایني ځواکونو او تندلاري ملي پالو تر مینځ سختي نښتې رواني دي.
د اکراین فوځ د روسیې په وړاندې د ولسي مقاومت په موخه د خلګو تر مینځ ۱۸ زره کلاشینکوف وسلې وېشلي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند په خارکیف کې روانو نښتو ته په اشارې سره ویلي چي تر دې دمه ۴۷۱ اکرایني سرتیري روسي ځواکونو ته تسلیم شوي دي خو لاهم جګړه روانه ده.
روسي ځواکونو د هرسون په سیمه کې د اوبو بند یې په بمونو البوزولي دي. دغه بند د کریمیا سیمي د اوبو د بهېدلو مخه نیولې وه.
د بلي خوا څخه بیا د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونو ځواکونه چي د روسیې له خوا حمایه کیږي د شاستي ښار نیولي او دمپګړي له اکرایني ځواکونو سره په جنګ بوخت دي.