ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره وتښتید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112854-ودګنی_د_ناوي_کور_ته_په_نږدې_کیدا_سره_وتښتید
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په جنج کښې موجود ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره له ګاډي کوز شو او وتښتید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره وتښتید

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په جنج کښې موجود ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره له ګاډي کوز شو او وتښتید .

په جنج کښې موجودخلک  د ودګني په تښتیدا سره حیرانه شول او څوک نه پوهیدل چې څه وکړي او د ودګني د تښتیدا وجه څه ده .

خو وروسته معلومه شوه چې د ودګني ګاډي  یو ماشوم لاندې کړی دی او هغه مړ شوی دی .

په جنج کښې په موجودو خلکو کښې هله ګوله رامینځته شوه د ناوي کورنۍ اول حیرانه شوه او بیا یې په پریشانۍ سره د حالاتو د سمولو هڅه وکړه .

له پیښې وروسته پولیس هلته ورسیدل او د ماشوم مړی یې په لاس کښې واخیست او ورورسته د ناوي کورنۍ د ودګني او د هغه ماشوم چې وژل شوی و د کورنۍ ترمینځ روغه جوړه وکړه او وروسته د واده مراسم وشول .