ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره وتښتید
Feb 28, 2022 11:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په جنج کښې موجود ودګنی د ناوي کور ته په نږدې کیدا سره له ګاډي کوز شو او وتښتید .
په جنج کښې موجودخلک د ودګني په تښتیدا سره حیرانه شول او څوک نه پوهیدل چې څه وکړي او د ودګني د تښتیدا وجه څه ده .
خو وروسته معلومه شوه چې د ودګني ګاډي یو ماشوم لاندې کړی دی او هغه مړ شوی دی .
په جنج کښې په موجودو خلکو کښې هله ګوله رامینځته شوه د ناوي کورنۍ اول حیرانه شوه او بیا یې په پریشانۍ سره د حالاتو د سمولو هڅه وکړه .
له پیښې وروسته پولیس هلته ورسیدل او د ماشوم مړی یې په لاس کښې واخیست او ورورسته د ناوي کورنۍ د ودګني او د هغه ماشوم چې وژل شوی و د کورنۍ ترمینځ روغه جوړه وکړه او وروسته د واده مراسم وشول .
ټیګونه