د روسیې او د اکراین غونډه پای ته ورسېده
تېره ورځ د روسیې او د اکراین تر مینځ مذاکرات پای ته ورسېدلې، ټاکل شوی دی چي د دواړو لورو ترمینځ د خبرو اترو دوهم پړاو د بلاروس او پولنډ په سرحد کې تر سره شي.
د ایرنا له راپور سره سم، اکراین سره د روسیې د مذاکراتي ټیم مشر «ولادیمیر مدینسکي» د یادې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چي په دغه غونډه کې داسي مشترکاتو ته ورسېدلو چي له مخي یې د دواړو هیوادونو دریځونه د وړاندوینې وړ دي.
هغه زیاته کړه چي د خبرو اترو دوهم پړاو په راتلونکو ورځو کې د بلاروس او پولنډ په سرحد کې تر سره کیږي.
د غونډې په سر کې د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر مکی د روسیې او د اکراین مذاکراتي ټیمونو ته د هرکلي په ویلو سره، تاکېد وکړ چي د روغي او جوړي لپاره منسابه فضا رامینځ ته شوې ده.
هغه وویل: تمه کیږي چي د روسیې او د اکراین تر مینځ جوړجاری وشي.
غونډه د بلاروس او د اکراین په سرحدي سیمه ګومل کې شوې ده.
د فبرورۍ په ۲۴ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په اکراین باندې د فوځي عملیات امر ورکړ او رسنیو ته وویل چي مسکو د اکراین د نیولو اراده نه لري او یوازې د اکراین د فوځي ځواک د شنډولو لپاره عمیات تر سره کوي.
ر وسیه په اکراین تور پوري کوي چي د بیلتون پالو په وړاندې د مینسک د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادي کال موافقو ته ژمن نه دی پاته شوی.