د امریکا سلطه غوښتنه د اوکراین د کړکیچ اصلي علت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112882-د_امریکا_سلطه_غوښتنه_د_اوکراین_د_کړکیچ_اصلي_علت_دی
ایسنا خبري اژانس وايي شمالي کوریا د امریکا او د لویدیځ سلطه غواړی سیاست د اوکراین د کړکیچ دلیل اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 01, 2022 12:06 Asia/Kabul
  • د امریکا سلطه غوښتنه د اوکراین د کړکیچ اصلي علت دی

ایسنا خبري اژانس وايي شمالي کوریا د امریکا او د لویدیځ سلطه غواړی سیاست د اوکراین د کړکیچ دلیل اعلان کړ .

د شمالي کوریا خارجه وزارت په اوکراین کښې د روسیې د عملیاتو په هکله په خپلې لومړۍ رسمي بیانیې کښې وویل لویدیځ له واک څخه د ناوړه استفادې په دلیل ګرم دی .

شمالي کوریا ، امریکا او د هغې متحدان په قانوني ملاتړ سره د امنیتي تضمینونو د تضمین لپاره د روسیې جایزو او منطقي غوښتنو ته په بې پامۍ تورن کړل او ټینګار یې وکړ هغوې په سیسټاماټیک ډول د اروپا امنیتي شرایط د یرغلیزو وسلو د سیسټمونو په ښکاره ډول د دیره کیدا په شمول د ختیځ په لور د ناټو په پراخولو سره کمزوري کوي .

په اوکراین کښې د روسیې د ځانګړیو عملیاتو شپږمه ورځ په داسې حال کښې تیریږي چې د  ماسکو او د کي یف پلاویو پرون د بیلاروس هیواد په ګومل ښار کښې غونډه وکړه او د روسیې پلاوي د اوکراین بې وسلې کول له کي یف سره د موافقې شرط مطرح کړ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم وویل له روسیې سره د تفاهم لپاره د سمدستي اوربند او د اوکراین له خاورې څخه د روسیې د پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي .