امریکا د اوکراین د پیښو مسووله ده
زمونږ خبریال وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله د یوې غونډې د پرانیستلو په وخت چې په بیروت کښې د سید عباس موسوي د شهادت د دیرشمې کلیزې په مناسبت وشوه وویل امریکا په اوکراین کښې د پیښو مسووله ده .
حسن نصر الله وویل دا زمونږ دنده ده چې د مقاومت د جنګیالیو د حرکت پرتمینه حقیقت ، سترې سرشیندنې او اصیل تفکر مستند کړو او د دغه غونډې فعالیتونو ته اړونده بحثونه او ویناوې باید د کتاب په شکل کښې ولیکو او هغه په تائید وړ سندونو بدلې کړو .
د حزب الله مشر حسن نصر الله د روسیې او د اوکراین ترمینځ اوسني جنګ ته په اشارې سره وویل په اوکراین باندې د روسیې د حملې په پیلیدا سره ځینې هیوادونه هغه تائیدوي او ځینې یې هم غندي او ځینو هیوادونو هم بې طرفۍ اعلان کړي ده .
هغه وویل هغه څه چې په دې مینځ ومان کښې مهم دي د دغه نړیوالې پیښې تعقیبول او له هر ساعت او هرې ورځې څخه د درس ترلاسه کول دي .
حسن نصر الله د روسیې او د اوکراین ترمینځ د روان جنګ په هکله د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله الله خامنه اي وینا ته په اشارې سره د هغه د وینا په تائیدولو سره وویل امریکا د اوسنۍ سناریو لپاره هر کار ترسره کړی دی او د حالاتو د نور پیچلي کولو لپاره شرایط برابروي .
هغه وویل هغه څه چې نن سبا روان دي د هغو کسانو لپاره د عبرت درس دی چې په امریکا باندې اعتماد لري .