د ملګروملتونو پریکړه لیک د بې طرفۍ عنصر نلري
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران استازي مجید تخت روانچي د اوکراین د کړکیچ په هکله د عمومي اسمبلۍ له پریکړه لیک وروسته وویل جنرال اسمبلۍ ته وړاندې شوی پریکړه لیک د سوله ییزو اوزارونو له لارې د موضوع د حل کولو لپاره د حقیقت بینانه مکانیزمونو او د بې طرفۍ عنصر نلري .
هغه دې ته په اشارې سره چې د ملګروملتونو ټولو غړو هیوادونو د دغه پریکړه لیک په تدوینولو کښې ګډون کړی دی وویل مونږ ټینګار کوو چې د ټولو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ باید په کامل ډول احترام وشي او ټولو ملکي خلکو امنیت تضمین شي .
هغه وویل جنګ او جګړه چې د خلکو ژوند او د بیخ بنایانو ته تاوان رسوي په هرځاې کښې چې وي د منلو وړ نه دی وویل دایران اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالو په سمدستي ډول د بندیدا او د روانو شخړو د کمیدا غوښتنه کوي .
د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د کابو اتیا هیوادونو وړاندیزې پریکړه لیک ته په مثبتې رایې ورکولو سره په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو د غندلو په ترڅ کښې له اوکراین څخه د ماسکو د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ پریکړه لیک په یوسل یوڅلویښتو مثبتنو ، پینځه دیرشو سپينو او پینځو مخالفو رایو سره تصویب شو .
روسیې ، سوریې ، بیلاروس ، شمالي کوریا او اریټریا هیوادونو دغه پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې .