د ویانا خبرو اترو پاې ته رسیدا ته نږدې شوي یوو
Mar 03, 2022 02:21 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د روسیې لوړرتبه مرکچي میخائیل اولیانوف په ویانا کښې د بندیزونو د ختمولو د خبرو اترو د ماتي د احتمال لیرې وباله او ویې ویل خبرې اترې ختمیدا ته نږدې شوي او هره شیبه د پاتې مسائیلو په هکله د موافقې امکان شته .
هغه وویل د خبرو اترو ختمیدا ته ډیر نږدې شوي یوو خو ځینې مسائیل پاتې دي چې باید حل شي او زیاته یې کړه دغه مسائیل هره شیبه حل کیدلای شي څوک څه پوهیږي چې همدا سبا دغه مسائیل حل شي .
میخائیل اولیانوف وویل تر دې شیبې پورې مسائیل شته او د هغو په حل کیدا سره احتمالا د وزیرانو په سویه د ګډ کمیسیون غونډه ترسره شي .
هغه وویل نهايي موافقې ته له رسیدا وروسته د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې ترسره کیدل ضروري دي خو هغه په هره سویه ترسره کیدلی شي .
ټیګونه