جرمني له دوو زرو زیاتي توغندی اکراین ته ورکړي
جرمني اعلان وکړ چي د بالیسټیکو او د هوا ضد توغندیو په شمول ۲۷۰۰ توغندی به اکراین ته ولېږدوي.
د ایرنا له راپور سره سم، د جرمني د اقتصاد وزیر ویلي چي اکراین ته د بالیسټیک ضد توغندیو د ورکولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې ده.
ټاکل شوې ته ده چي جرمني کابو ۲۷۰۰ توغندی اکراین ته ولېږدوي.
د ان بي سي نیوز له راپور سره سم، امریکا هم اوکراین ته د جنګي الوتکو ضد ۲۰۰ اسټینګر توغندی ورکړي دي.
د اسپانیا د دفاع وزیري مارګاریتا روبلس اعلان وکړ چي تر دې دمه یې اکراین ته ۱۳۷۰ د ټانک ضد وسلې لېږدولې دي.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل هم ویلي چي ۴۵۰ میلیون ډالره په ارزښت ډول ډول وسلې او جنګي الوتکې به اکراین ته واستول شي.
د اروپایي رسنیو له راپور سم، هالنډ، بلجیم او چک هیوادونو هم اکراین ته د وسلو د استولو تیاری نیسي.
د روسیې د دفاع وزارت اکراین ته د وسلو د لېږدولو په اړه اروپایي هیوادونو ته سخت خبرداری ورکړی و.
اکراین ته د لا زیاتو وسلو د لېږدولو بهیر د دې ښودنه کوي چي لوېدیځ هیوادونه او امریکا نه غواړي چي د اکراین او روسیې شخړه له سیاسي لارو چارو هواره شي.