د اوکراین د غیر پوځي کیدا پر ضرورت د روسیې ټينګار
هغو پيښو او بحرانونو ته په پام سره چې په وروستیو څو کلونو کې د ختیځي اروپا په دغه لوي هیواد اوکراین کې رامینځة شوي دي ،د اوکراین دغیر پوځي او بې وسلې کیدا دضرورت په باب د لاؤروف دریځ د غور وړ دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د چارشنبې په مازدیګر په یولړ څرګندونو کې د اوکراین د غیر پوځي و بې وسلې کولو په ضرورت په بیا ټینګار سره ووئیل ، په ورپسې مرحلې کې ددغه هیواد ولس پخپله باید خپل برخلیک وټاکي . لاؤروف دغه راز ووئیل ، چې ډير زیات حقایق شته چې ثابتوي ، اوکراین در وسیې په شاوخوا کې د یوه ؛غلیمانه کمربند یا کریډور؛ د جوړولو لپاره د لویدیځ د پلان یوه برخه ده او د دوو کلونو لپاره اوکراین له وسلو ډک کړائ شوی دی او په وروستیو میاشتو کې د پوځي سازوسامان اوتجهیزاتو جوپې نوره هم په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
هغه په دوام کې ووئيل ، په یوه وخت ، امریکا و بریتانیا ،د آزوف سمندر پشمول په دغه هیواد کې د پوځي اډو په جوړولو بوخت وو . پنټاګان هم په اوکراین کې د پوځي بیالوجیکي آزمیښت ځایونو د جوړولو ملاتړ کړی دی .
د روسیې خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې ماسکو په یوه ایټمی قدرت د اوکراین د بدلیدا په باب ددغه هیواد د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څرګندونې جدي ګڼلي ، ټينګار وکړ، دغه هیواد د ایټمي وسلو د درلودلو پوټینشل لري .هغه ټينګار کړی ،د هغو وسلو یو لیسټ غواړي چې اوکراین ئې باید هیڅکله هم ونه لري،او هیڅکله هم باید په دغه هیوادکې تولید نشي.
هغو پيښو او بحرانونو ته په پام سره چې په وروستیو څو کلونو کې د ختیځي اروپا په دغه لوي هیواد اوکراین کې رامینځة شوي دي ،د اوکراین دغیر پوځي او بې وسلې کیدا دضرورت په باب د لاؤروف دریځ د غور وړ دی .
د اوکراین د روسی پال ولسمشر ویکټور یانوکویچ له څنګةکیدا وروسته د ۲۰۱۴کال په بدلونونو پسې د دغه هیواد لویدیځ پال حکومت ، له امریکا او اروپا سره د نزدیکیدا او په لویدیځي اورګانونو په تیره په ناټو اواروپائي اتحادئې کې دغړیتوب لپاره دومدارې هلې ځلې کړي دي .په عین حال کې د امریکا په مشرتوب سره لویدیځوالو د روسیې د پيزواني کولو او کلابندولو په موخې سره ، د اوکراین په لور د خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو د مرستو کاروانونه روان کړی او ناټو هم په اوڅاره توګه د اوکرایني پوځیانو د ټرنینګ او دګډو مانورو په ترسره کولو سره په اوکراین کې شتون پیدا کړی دی . په عین حال کې واشنګټن له اوکراین څخه د روسیې دګواښلو لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه استفاده کړې او حتی د امریکا بي 52 ډوله جنګي الوتکو ، د روسیې په شاوخوا سیمو او تور سمندر په فضا کې الوتونه هم کړي او په ځينو موردونو کې حتی د روسیې هوائي حدودو ته هم واردشوي دي . دغه لمسونکي اقدامات د ماسکو په ضدد لویدیځ دیرغلیز کړچار د نمایش په موخې سره ترسره شوي دي .
روسیې د ۲۰۲۱کال ددسمبر په مینځیو کې دتاؤتریخوالو د کمولو په خاطر امریکا او ناټو ته یوړل امنیتی وړاندیزونه وکړل ، چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوبه د ډډه کولو ، د روسیې د پولو په شاوخوا کې د دغې پوځي موسیسې د ځواک او تاسیساتو د نه دیره کولو او هم د ۱۹۹۷کال وضعیّت ته د ځواکونو د دیره کیدا د وضعیّت د بیرته ستنیدا په باب د دوي دغوښتنو ضمانتونه ؤ. په عین حال کې دغه درستې غوښتې د امریکا او ناټو له مخالفت سره مخ شوې . امریکایانو ددې په بدل کې د وسلو د تړونونو پشمول دامینتی مسئلو په باب دخبرواترو په زمینې کې ځيني وړاندیزونه وکړل . د لویدیځوالو ددغه دریځ په غبرګون کې،د روسیې خارجه وزارت د فرورۍ په اولسمه نیټه په یوه رسمي لیک کې اعلان وکړ چې امریکا د ناټو له پراختیا سره دمخالفت ،د شوروي جمهوریتونو په حدودو کې د اډو له جوړولو او د ؛ بخارسټ له فارمولې ؛ له وتلو سره دمخالفت پشمول د روسیې اساسی وړاندیزونو ته رغنده ځواب ورنه کړ. د بخارسټ فارمولې څخه مقصد ، په ناټو کې د اوکراین او ګرجستان د غړیتوب په باب په ۲۰۰۸کال کې د بخارسټ په غونډې د ناټو د مشرانو موافقه ده . همداراز امریکا قصدا ځیني امنیتي وړاندیزونه مطرح کړي چې د ایالات متحده او دهغو دمتحدانو لپاره دامتیازونو او ګټو په لړ کې دي . واشنګټن د روسیې سرې کرښې او همداراز د دهغو دساتنې لپاره د ماسکو حق باندې سترګې پټې کړي دي او له ناټو سره یو ځاي ئې د روسیې دپولو په شاوخوا کې خپل پوځي فعالیتونه زیات کړی دي . البته اوس دسرګئ لاؤروف په څرګندونو سره په اوکراین کې د امریکا دبیو لوجیکي آزمیښت ځایونو د فعالیتونو او هم دز لنسکي څرګندونو ته په پام سره ایټمی وسلو ته د اوکراین د لاس رسی د امکان په څیر د ماسکو د اندیښنو نوي اړخونه هم رابرسیره شوي دي .
داسې ښکاري ، په اوکراین کې د روسیې اوسني پوځي عمیات په حقیقت کې ، د ناټو اومریکاپه غلیمانه دریځونو او اقداماتو او دغه راز د روسیې امنیتی اندیښنو ته دمنطقي ځواب په نه ورکولو د اوکراین دحکومت په ټينګتیاؤ باندې یو غیرګون دی .