د خپلو ګاونډيانو په نسبت هیڅ ډول بد نیّت نه لرو
پوتین له هیوادونو سره داړیکو دعادي کولو لپاره د روسیې دچمتووالی په اعلانولو سره ټينګار وکړ ، د روسیې بایکاټونکي هیوادونه خپل ځان ته تاوان رسوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، چې د خپلو ګاونډیانو په باب هیڅ ډول بد نیّت نه لرو ،البته روسیه د نورو هیوادونومنفي اقداماتو ته کلک ځواب ورکوي .
د روسیې ولسمشر د حالاتو نه خرابولو په باب ګاونډیو هیوادونو ته په خبرداری ورکولو سره اعلان کړی ، د روسیې درست اقدامات یوازې د دغه هیواد په ضد دغلیمانه اقداماتو په غبرګون کې ترسره کیږي .
پوتین له هیوادونو سره داړیکو دعادي کولو لپاره د روسیې دچمتووالی په اعلانولو سره ټينګار وکړ ، د روسیې بایکاټونکي هیوادونه خپل ځان ته تاوان رسوي .
دروسیې ولسمشر په اوکراین کې د ځانګړو پوځي عملیاتو دوام ته په اشارې سره ووئيل ، روسیه یوازې د نورو هیوادونو منفي اقداماتو ته کلک ځواب ورکوي .
د روسیې له پولو سره ندزې د لویدیځي هیوادونو په تیره بیا دامریکا لمسونکو خوځښتونو پسې د فرورۍ په څلورویشتمه نیټه د اوکراین په ختیځ کې د دونتسک او ولوهانسک جمهوریتونو دمشرانو له خوا د پوځي مرستې غوښتنې ته په ځواب کې په دونباس سیمې کې د ځانګړو پوځي عملیاتو فرمان صادر کړ چې تر نن لسمې ورځې پورې دوام لري او د روسیې ځانګړي ځواکونه د اوکراین پلازمینې کی یف ښار ته هم رسیدلي او دغه راز یو شمیر ښارونه او ښارګي هم د روسیي ځواک په نیواک کې ورغلي دي .