روسيه د بشردوستانه کورېډور د رامنځته کولو لپاره نښتې اودروي
روسي ځواکونو د ماسکو د ځاي وخت مطابق سحر لس بجې د بشردوستانه کورېډور د رامنځته کولو لپاره له ډزبندۍ سره موافقه وکړه.
په بلاروس کښې د صلحې د خبرو اترو له دوو پړاؤنو وروسته دواړو لورو د عامه خلقو د وتلو او د خوراکي او درمليزو توکو د لېږلو په خاطر د بشردوستانه کورېډور له رامنځته کولو سره موافقه وکړه.
د روسيېد ددفاع د وزات په نقل سره د اېټرفېکس خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه ډزبندي د يوکرائن په جنوب ختيځ کښې په ماريوپول ښار او ختيځ کښې د ډونېټسک صوبې په ولنوواخا ښار کښې ترسره کيږي.
له دې مخکې هم د روغتيا نړيوالې ادارې يوکرائن ته د درملو او طبي سامانونو د لېږلو لپاره د يو کورېډور جوړولوغوښتنه کړې وه.
له بلې خوا د يوکرائن په کي يف او نورو ښارونو کښې نښتې روانې دي او په بشپړه توګه د ډزبندۍ لپاره په بلاروس کښې د خبرو اترو دوو پړاؤنوڅخه محسوسېدونکې نتيجه نه ده لرلې.
د ملګرو ملتو د اعدادوشمار مطابق په يوکرائن کښې د روسيې د خاصو عملياتو د شروع کېدو له وخت نه لږ تر لږه ۳۳۱ عامه خلقو وژل شوي ا شپږ سوه پينځه اويا نور هم ژوبل شوي دي.
همدارنګ له يو ميلين او دوو لکو زيات کسان له يوکرائن څخه ګاونډي هېوادونو ته تښتېدلي دي.