د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خبرو رضایت څرګند کړ
Mar 06, 2022 05:10 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل په ایران کښې یې ښې خبرې کړي دي .
هغه پرون مازیګر په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې په تهران کښې مې ښې خبرې کړي دي وویل مونږ د خپلو دندو د ترسره کولو او اټومي موافقې ته په کامل ډول د ستنیدا په حال کښې یوو .
رافائل ګروسي وویل هغه څه چې په ویانا کښې د ایران د اټومي خبرو اترو د بشپړولو لپاره ورته ضرورت لرو د ملګرتیا ښودل دي .
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل زه فکر کوم چې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نیت لري د اټومي خبرو اترو د ختمولو لپاره ویانا ته لاړ شي .
ټیګونه