د ایران او پاکستان ځينو نننیو ورخپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113378-د_ایران_او_پاکستان_ځينو_نننیو_ورخپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې همد پاکستان ځيني  ورځپاڼې  درسره شریکې کوو.  هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 13, 2022 09:06 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ځينو نننیو ورخپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې همد پاکستان ځيني  ورځپاڼې  درسره شریکې کوو.  هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي .

 داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې  لیکلي دي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په اروپا کې د محصیلینو داسلامی ټولنو  د اتحادئې شپږپنځوسمې غونډې ته پخپل پیغام کې  ورسوتیو سیاسی او پوځي  بدلونونو ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ،د سم دریځ ټاکنه او دجبهو جوړولو پيژندل،د حق د جبهې په ګټه دي .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،نړیوالو خبرو او خبري سرچینو په ډاګه کړې ده ،لویدیځ او تحریف شوي بهیر په ګډو دروغو سره ،د ایران او روسیې په ضد  د دباؤنو زیاتول په ایجنډا کې راوستي  دي،په د اسې حال کې چې دا امریکا او اروپایان دي چې  تر دې د مه ئې له خپلې خوا  یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره  هیڅ عملی نوښت نه دی وړاندې کړی او د ایران په ضد دبندیزونو په نه لغوه کولو او  دضمانت په نه ورکولو سره ئې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خبرې اترې بندون ته کاږلي دي .

  ورځپاڼه بیا لیکي ، روئيټرز خبری آژانس  پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي ، د اوکراین اوروسیې جنګ د امریکا د وسلو جوړونکو کمپنیانو ته لازیاته ځلا  ورپه برخه کړې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت  بهرنی تجارت به د ۱۴۰۰لمریزکال تر وروستو پورې سل میلیارډ ډالرو ته ورسیږي .

د امریکا خارجه وزارت کانګرس په خپل وروستي راپور کې  په ډاګه کړې ده چې ایران،د جنرال قاسم سلیماني له قاتلانو په غچ اخستنې کې جدي دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  د عراق خبری سرچینو د عراق په شمال کې  واقع اربیل ولایت کې د امریکا دیوې پوځې اډې شاوخوا د درنو چاودنو غږوونو د دآوریدو خبر ورکړی دی .

د عربستان   دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په یوه ورځ ئې هغه اتیا کسان پانسي کړي دي،چې د آل سعود رژيم په ضدئې په اعتراضونو کې برخه اخستې او د سعودي دنظام په ضد ئې فعالیتونه کول. ځينو  خبری سرچینو وئيلی دي،چې په پانسي شوو کسانو کې یو دیارلس کلن زلمی هم ترسترګو کیږي

   داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ویانا په ایټمی خبرواترو کې د ایران دپلاوي رسندوئي سلاکار ووئيل ، د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دخبرواترو په نهائي مرحلې کې اصلی خنډ د بندیزونو له لیرې کولو سره دامریکا مخالفت دی ، داپه د اسې حال کې دي چې د  اروپائي ټرائيکا په یوې خبرتیا کې راغلی دي ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا غوښتې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  د له مینځه وړلو سبب کیدلی شي .

همداراز د  ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې  مشر محمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې د ایټمي انرژۍنړیوال آژانس د قوانینو او مقرراتو په اساس ،  په سیاسی  ارتباطاتو اونفوذ سره ،د مقرراتو او  قوانینو له چوکاټه بهر د مونږ  اړیکې نشي کنټرولولی  او پر مونږ تورونه نشي لګولی ووئيل ، هیڅکله  به اجازت ورنکړو ،څو  د صهیونیسټانو په دغه ډول شیطنتونو او نفوذ سره پر مونږ داسې چټي  او بې ځایه تورونه ولګوي .

د لبنان خارجه وزیر  عبدا... بوحبیبب  په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،  له ځينو  عربانو سره دمونږ اړیکې په ښه کیدا دي   او باید په موجوده حالاتو کې ټول  د لبنان له حکومت سره مرسته وکړي څو  شخړې او ترینګلتیاوې پيزواني کړائ شي .

 د چین په مرستې سره د پاکستان هوائي ځواک د جې -۱۰ سی ډوله جنګي الوتکو سنبال شو .

=     داهم  د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن  لیکلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت د آذربایجان  غربی ولایت  د اطلاعاتو د برخې عمومی مدیر په یوې ناستې کې وئيلی دي ،  په دغه ولایت کې له صهیونیسټي رژيم  سره اړونده د جاسوسۍ او ورانکارۍ تر ټولو ستر چینل کشف او تباه کړائ شوی دی  او یوشمیر کوڅه ډبي کسان ئې چې په دغو چینلونو  کې جذب شوي وو ، نیولی دي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د عراق په پلازمینې بغداد کې د ایران او سعودي عربستان ترمینځ د  خبرواترو کیدونکی پنځم پړاؤ  بل وخت ځنډول شوی دی ، البته ځينو سرچینو وئیلي دي ، د راتلونکي پړاؤ د خبرواترو وخت هم نه دی ښودل شوی .

 د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست د کمیشن یوه مسئول مقام سید جواد حسینی کیا په ډاګه کړې ده ، حتی که جامعه نړیواله ایټمی  مو افقه احیا هم نه شي ،نو د ایران اسلامی جمهوریت به له خپلو قانوني غوښتو لاس په سر نشي .

دعراق  خبرو سرچینو په یوه فوري خبر کې وئيلي دي ، د عراق په اربیل کې د امریکا  دکونسلګرۍ په شواخوا کې د موساد په یوشمیر مرکزنونو باندې دولس توغندي لګلیدلي او د امریکا د کونسلګرۍ د خطرې سایرنونه  او آوریدل شوي دي .

د صهیونیسټي  یروشلم پُسټ  خپرونې پخپل وروستي راپور  کې په ډاګه کړې ده ،  دتل ابیب د رژيم په سر د ایران د بې پيلوټه الوتکو د قدرت سیوری په جدي خطرې بدل شوی دی .

د اروپائي اتحادئې  دبهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل بلاخره په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې ووئيل ،  ډیره تیروتنه مو کړې چې اوکراین ته مو په ناټو کې دغړیتوب ژمنه ورکړې .

په پاکستان کې سیاسی دنګل بیا پورته شوی او د حکومتي لوري او اپوزیشن ترمینځ سیاسی ترینګلتیا تر خطرناک حده رسیدلې او وئيل کیږي ، چې راتلونکي دوې میاشتې د پاکستان د سیاسی برخلیک لپاره ډيرې مهمې دي .  داهم وئيل کیږي ، چې  ښائي د پاکستان د سیاسی حالاتو په خرابولو کې د امریکائي استعمار لاسونه له ورایه لیدل کیږي .

      او س هم راګرځو د پاکستان ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه  لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دي .

 د پاکستان دنیانیوز ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واکمن  ګوند تحریک انصاف د مشرانو غونډه بللې څو د اپوزیشن  دروانو فعالیتونو په باب ځیني مهمې فیصلې وکړي او همداراز وئيل شوي دي ، چې  د  حکمران ائيتلافي  ګوندونو د مشرانو غونډه هم ممکنه ده نن ترناوخته په اسلام اباد کې ترسره شي  او  راپورونه ښئ چې په دغه هیواد کې سیاسی دنګل ممکنه ده ، دسیاسی راتلونکي لپاره  یو خطرناکه ځیری ثابت شي .

 ورځپاڼې په دوام  کې لیکلی دي ،په پاکستان کې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغي یا هماغه  کروناي ویرسو خوریدا په کمیدا ده او په تیرو څلورو ویشتو ساعتونو کې  په درست پاکستان کې  د کرونائي ناروغۍ له امله درو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دغه راز  په کرونا ککړ شوي  شپږ سوه نهه کسان پیژندل شوي دي

د پاکستان په خاوره باندې د هندوستان  له خوا په تیروتنې سره د یوه لګیدلي  توغندي  د  پایلو په باب په دغه هیواد کې د پوځي اوسیاسی مشرانو ناستې هم پیل شوي او دا  چاره ئې د یوې خطرناکې لوبې ځيری ورکونکي  بللې ده. داپه داسې حال کې دي چې  هندوستان منلې ده ، دغه توغندی په تیروتنې سره د پاکستان په خاورې لګیدلی دی ، خو ځیني سرچینې  دا یوازې تیروتنه نه ، بلکې  د یوه ایټم بم لرونکي هیواد له خوا د بل ایټم بم لرونکي هیواد دځيرتیا او  غبرګون امتحان  ګڼي .

=  داهم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې لیکلي دي ، د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن  ووئیل ، امریکا  د اوکراین  لپاره نوره اضافي پوځي مرستې هم تصویب کړي دي او ډير زر به دغه تجهیزات او وسلې اوکراین ته ولیږدول شي ،  داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین ولسمشر زلنسکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په راتلونکي  کې د لیدوکاتو وړاندیز کړی ،څو د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه شخړه په خبرواترو سره حل کړئ شي.

د پاکستان د  مرکزي حکومت په ضدد اپوزیشن لوری له خواپه ولسی جرګې کې  دعدم اعتماد مسودې له وړاندې کیدا وروسته  په واکمن ائيتلاف کې د اختلافاتو ګونګوسې آوریدل کیږي ،  د دغه هیواد دکورنیو چارو و زیر شیخ رشید احمد  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  په ولسی جرګې کې د پنځو استازو لرونکی لوری هم د پنجاب صوبې د اعلی  وزارت د ترلاسه کولو لپاره  باج یا کلنګ (بلیک میل کول) غواړي ،خو باید ائيتلافي لوري دې  په دغه مشکل وخت کې له ځينو نارواؤ غوښتنو لاس په سر شي ، داپه داسې حال کې دي چې د واکمن  ائيتلاف  یوه مضبوط ګوند مسلم لیګ ق مشران وائي که  د پنجاب صوبې  مشري دوي ته ورنه کړل  شي  نو م ممکنه ده دوي له واکمن لوري سره  پخپل ائيتلاف بیا کتنه وکړي .

په کراچۍ کې ټارګټ کلینګ یو ځل بیا سر راپورته کړی او وئيل کیږي ، چې په کراچۍ کې   ناپيژاندو کسانو  یوه مدني فعال سلیم حیدر  له خپل کوره د وتلو په وخت  په ټکه وژلی دی . له دې سره په یووخت په  همدغې کراچئ کې په نوري آباد سیمې کې د جماعت اسلامی ګوند پر یوه مشر امتیاز پالاري هم حمله شوې چې دی پکې زخمي او ډرائيور ئې هم وژل شوی دی .

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د سرحداتو سرپرست وزیر وئيلی دي ،له پاکستان سره به د جلال آباد او پيښور او دغه راز د کندهار او چمن او کویټه ترمینځ  د مسافروړونکو بسونو دتګ راتګ موافقه ډیره زر لاسلیک شي .  

 

(سیماب)