روسیه د امریکا په شان شوکه او غلا نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113760-روسیه_د_امریکا_په_شان_شوکه_او_غلا_نه_کوي
تاس خبري اژانس وايي د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په امریکا باندې د روسیې د اینټرنیټي حملې په هکله د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ماسکو شوکه نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 00:49 Asia/Kabul
  • روسیه د امریکا په شان شوکه او غلا نه کوي

تاس خبري اژانس وايي د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په امریکا باندې د روسیې د اینټرنیټي حملې په هکله د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ماسکو شوکه نه کوي .

هغه ټینګار وکړ د روسیې فیډراسیون د امریکا په شان د ډیرو لویدیځو هیوادونو په اپوټه په حکومتي سویه شوکې او غلا کښې ګډون نه کوي .

د امریکا ولسمشر په تیرې سه شنبې ورځ په راتلونکو ورځو کښې په واشنګټن باندې د روسیې د  پراخې اینټرنیټي حملې د ترسره کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړی و .

دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له دې مخکې د امریکا په شرکتونو باندې د اینټرنیټي بریدونو په باره کښې د ماسکو پرضد تورونه چټي بللي وو .

د ولسمشر جوبایډن د حکومت په وخت کښې د امریکا او د روسیې اړیکې ډیرې خرابې شوي دي .

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په نړیوال ډګر  کښې د امریکا د اصلي سیالانو یعني د چین او د روسیې پرضد یرغلیز کړچار تعقیبوي .

د امریکا د نوي حکومت د ملي امنیت د سټراټيژۍ په موقته سند کښې چې د تیر میلادي کال په مارچ میاشت  کښې خپور شو په صراحت سره  روسیه د امریکا او د هغې د ګټو پرضد د ګواښ په توګه یاده شوي ده .