د هندوستان ښاریز څو اینچه اوږده ژبه لري ؟
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په ګاونډي هیواد هندوستان کښې یو ځوان لس اعشاریه اته سینټي میټره اوږده ژبه لري او ګمان کیږي چې دا په ټوله دنیا کښې د یوه انسان تر ټولو اوږده ژبه وي .
د اینډیا بک اف ریکارډ پراساس د هندوستان په جنوبي صوبې تامل ناډو کښې په وردهونګر سیمه کښې یویشت کلن ځوان پراوین لس اعشاریه اته سینټي میټره اوږده ژبه لري .
د ایډنبرا پوهنتون د محققانو پراساس د یوه انسان ( سړي ) ژبه کابو اته اعشاریه پینځه سینټي میټره اوږده وي خو د هندوستان د ښاریز پراوین ژبه اوسطا دوه اعشاریه پينځه سینټي میټره زیاته اوږده ده او هغه لس اعشاریه اته سینټي میټره ده او دا په نړۍ کښې د یوه انسان تر ټولو اوږده ژبه ګڼل کیږي .
د هندوستان ښاریز پراوین د روباټ ټیکنالوژۍ محصیل دی او هغه دا خبره مني چې د ده ژبه له عامو انسانانو اوږده ده .