هندوستان کښې داسې ماشوم زیږیدلی چې دوه سرونه لري
Apr 03, 2022 07:07 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې دوه سرونه ، درې لاسونه او دوه زړونه لري او ډاکټران بیخي حیرانه شوي دي . دغه ماشوم د هندوستان په مدهیا پردیش صوبې کښې زیږیدلی دی .
ډاکټران وايي چې د دا ډول ماشوم زیږیدا ته په طبي ژبه کښې ډايي سیفیلک پیراپیګس ویل کیږي .
ډاکټرانو وویل په دغه ډول مورد کښې په یوه اورمیګ کښې اضافي سر یا د بدن غړي جوړيږي او داسې ماشومان عموما مړه زیږیږي خو دغه ماشوم تراوسه ژوندی دی کومه چې یوه عجیبه خبره او معجزه ده .
د هندوستان د دغه ښاریز پلار سهیل او مور شاهین خان نومیږي او دوې د خپل بچي له حالت خبر دي .
د هندوستان ډاکټرانو تراوسه د دغه ماشوم له جراحۍ او اپریشن کولو ډډه کړي ده .
ټیګونه