هندوستان کښې داسې ماشوم زیږیدلی چې دوه سرونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114250-هندوستان_کښې_داسې_ماشوم_زیږیدلی_چې_دوه_سرونه_لري
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې دوه سرونه ، درې لاسونه او دوه زړونه لري او ډاکټران بیخي حیرانه شوي دي . دغه ماشوم د هندوستان په مدهیا پردیش صوبې کښې زیږیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2022 07:07 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې داسې ماشوم زیږیدلی چې دوه سرونه لري

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې دوه سرونه ، درې لاسونه او دوه زړونه لري او ډاکټران بیخي حیرانه شوي دي . دغه ماشوم د هندوستان په مدهیا پردیش صوبې کښې زیږیدلی دی .

ډاکټران وايي چې د دا‌ ډول ماشوم زیږیدا ته په طبي ژبه کښې ډايي سیفیلک پیراپیګس ویل کیږي .

ډاکټرانو وویل په دغه ډول مورد کښې په یوه اورمیګ کښې اضافي سر یا د بدن غړي جوړيږي او داسې ماشومان عموما مړه زیږیږي خو دغه ماشوم تراوسه ژوندی دی کومه چې یوه عجیبه خبره او معجزه ده .

د هندوستان د دغه ښاریز پلار سهیل او مور شاهین خان نومیږي او دوې د خپل بچي له حالت خبر دي .

د هندوستان ډاکټرانو تراوسه د دغه ماشوم له جراحۍ او اپریشن کولو ډډه کړي ده .