د روسیې د عملیاتو هدف د امریکا د سلطې ختمول دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114646-د_روسیې_د_عملیاتو_هدف_د_امریکا_د_سلطې_ختمول_دي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اوکراین کښې د ماسکو د ځانګړیو عملیاتو هدف په نړۍ باندې د امریکا د سلطې د لارې ختمول وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2022 23:35 Asia/Kabul
  • د روسیې د عملیاتو هدف د امریکا د سلطې ختمول دي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اوکراین کښې د ماسکو د ځانګړیو عملیاتو هدف په نړۍ باندې د امریکا د سلطې د لارې ختمول وباله .

په داسې شرایطو کښې چې لویدیځو هیوادونو اوکراین ته د وسلو د استولو ژمنه کړي ده سرګي لاوروف  د امریکا او د اروپا په سیاستونو باندې نیوکه وکړه .

سرګي لاوروف په دې خبرې سره چې روسیه خارجي دباونو ته نه تسلیمیږي په اوکراین کښې د ماسکو د ځانګړیو عملیاتو هدف د نړیوالې سلطې لپاره د واشنګټن د پروګرامونو ختمول وګڼل .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف زیاته کړه د امریکا دغه سلطه ګري د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ کولو سره رامینځته کیږي او له له ځینو نامعلومو قوانینو سره سمون خوري چې په ځینو موردونو کښې اعمالیږي .

هغه یادونه وکړه دغه احتمال شته چې د اوکراین ځواکونه د لویدیځو هیوادونو د استخباراتي ادارو په ملاتړ سره نوي لمسونکي اقدامات ترسره کړي .