اوکراین د خپلو پوځي ماتیو اړخونه پټوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114866-اوکراین_د_خپلو_پوځي_ماتیو_اړخونه_پټوي
رشیا ټوډې ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې دفاع وزارت وویل تراوسه څه د پاسه دیرش زره (۳۰۰۰۰) پوځیان او خارجي ګوډاګیان وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 10:22 Asia/Kabul
  • اوکراین د خپلو پوځي ماتیو اړخونه پټوي

رشیا ټوډې ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې دفاع وزارت وویل تراوسه څه د پاسه دیرش زره (۳۰۰۰۰) پوځیان او خارجي ګوډاګیان وژل شوي دي .

د روسیې دفاع  وزارت ویاند ایګور کونشنکوف نن وویل تراوسه د اوکراین درویشت زره او درې سوه اوه شپیته (۲۳۳۶۷)پوځيان وژل شوي او په دې مینځ و مان کښې یوازې په ماریوپل کښې څه د پاسه څلور زره(۴۰۰۰)نازي جنګیالي او خارجي ګوډاګیان وژل شوي دي .

د روسیې دغه چارواکي دغه راز د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د خپل هیواد د پوځي ماتیو د اړخونو په پټولو تورن کړ او ویې ویل زلنسکي ویریږي چې د اوکراین خلکو ته ووايي چې د هیواد څومره عسکر په دغه جنګ کښې وژل شوي دي .

د اوکراین ولسمشر زلنسکي په تیرې جمعې ورځ ویلي وو د جنګ له پیل راهسې د اوکراین له دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰)څخه تر دریو زرو (۳۰۰۰)پورې عسکر وژل شوي دي او هغه د روسیې د  وژل شویو عسکرو شمیر څه د پاسه شل زره (۲۰۰۰۰) تنه اعلان کړ .