افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۱-۰۱-۲۷
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې د دې هفتې مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. د معمول مطابق به په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان په اړه د ډېرو مهموخبرونو سر ټکي وړاندې کړوو او ورپسې به په پاکستان کښې د عمران خان د حکومت د څنګته کېدو او وروستيو حالاتو په اړه تحليلي رپوټ درته نشر کړوو.. نو پام ورته وکړئ.
د مهمو خبرونو سرټکي:
عمران خان ته د پاکستان د پارلېمان د نۀ اعتماد رائې، د طالبانو د بائيکاټولو لپاره د فرانسې له ولسمشر څخه د دغه هېواد د پارلېمان غوښتنه، د احتجاجي مظاهرو لپاره د پاکستان له خلقو د عمران خان غوښتنه، په هرات کښې د ايران د کنسولګرۍ په وړاندې د مظاهرو د خپل سروالي په اړه د طالبانو د حکومت دريځ، د پاکستان د وزيراعظم په توګه د شهباز شريف انتخاب، له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د نۀ سياسي کېدو لپاره د طالبانو غوښتنه او طالبانو ته په ماسکو کښې د افغان سفارت حواله کول په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېر مهم خبرونه وو.
په پاکستان کښې د څو ورځو سياسي کشمکشه وروسته بالاخره د دغه هېواد په پارلېمان کښې د واکمن ګوند مخالفو استازيو د پاکستان د وزيراعم عمران خان حکومت ته د عدم اعتماد رائې ورکړه.
د پاکستان د ګډ اپوزيشن ائتلاف پي ډي اېم چې مسلم ليګ نواز څانګه، پيپلز پارټي، جمعيت علماء اسلام په سر کښې دي د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان ته د عدم اعتماد تحريک ته مثبته رائې ورکړه.
په دغه رائې اخېستنه کښې د اپوزيشن ۱۷۴ استازيو مثبته رائې ورکړه البته د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند استازيو په رائې اخېستنه کښې برخه وانه خېسته او له حتی له خپلو پوسټونو څخه يې استعفاء ګانې ورکړې.
عمران خان ته د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عدم اعتماد په رائې سره چې يې د اسلام آباد د خپلواکه سياست د ختمول لپاره د امريکې په محوريت سره يوه بهرنۍ دسيسه بولي دغه هېواد په راتلونکو هفتو او مياشتو کښې يو لړ سياسي بدلونونه او حتی اجتماعي ناارامۍ رامنځته کېدې شي. د عمران او د تحريک انصاف ګوند د لوړرتبه چارواکو له نظره د هغه حکومت له افغانستانه د امريکې له وتلو وروسته دغه هېواد ته په پاکستان کښې د يو شمېر فوځي اډو د جوړولو اجازه نه ورکولو او په يوکرائن کښې د جنګ په دوران کښې روسيې ته د عمران خان د سفر په شمول د سپينې ماڼۍ له زياتې غوښتنې سره د مخالفت په وجه د سپينې ماڼۍ او د سيمې د ځينو هېوادونو او مخالفو ګوندونو ترمېنځ د نه ليکل شوې موافقې قرباني دے.
د تېرو دورو په اپوټه له ۲۰۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې موده کښې د عمران خان په دوره کښې يعنې له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۲ کاله پورې موده کښې پاکستان د افغانستان په جنګ کښې له امريکې سره محطاطانه ملګرتيا لرلې او کوشش يې کړے دےچې په خپلواکه دريځ او د پاکستان د ملي ګټو په نظر کښې نيولو سره له سپينې ماڼۍ سره د دغه هېواد تعلقات برابر کړي.
د تېرو وختونو په اپوټه چې د پاکستان د هغه وخت چارواکو د افغانستان د جنګ په بهير کښې له امريکې سره نزدې ملګرتياوې لرلې خو عمران خان په پاکستان کښې د اقتدار د حاصلولو له وخت نه دې ته تيار نه شو چې هېواد يې د سيمې او ګاونډي هېوادونو په خلاف د سپينې ماڼۍ د اطلاعاتي جنګ لپاره په يو چاپېريال بدل کړي.
له عمران خان سره د امريکې د کينې کولو اوج له دې وروسته ؤ چې هغۀ له افغانستانه د امريکائي فوځي له وتلو وروسته سپينې ماڼۍ ته د پاکستان د يو شمېر فوځي اډو د حواله کولو لپاره د امريکې له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
په داسې حالاتو کښې چې تحريک انصاف ګوند په دوره کښې په سيمه کښې د تېرو وختونو په شان د امريکې د پروګرامونو يوه برخه عملي نه شوه اټکل کېدۀ چې سپينه ماڼۍ به د عمران خان د څنګته کولو لپاره د هغه د مخالفو ګوندونو په مرستې سره يو پلان عملي کړي.
په خاصه توګه دا چې سعودي هم د امريکې د سيمه ايزو انډيوال په توګه په پاکستان کښې د سياسي قوت په ډګر کښې د عمران خان شتون له خپلو ګټو سره په تضاد کښې وبلۀ او همدارنګ دا مسئله دې سبب شوه چې رياض د عمران خان د څنګته کولو لپاره د پاکستان په دننه کښې له خپلو دوديزو انډيوالانو سره مرسته وکړي.
دا نظر مطرح دے چې پاکستان د عمران خان له څنګته کېدو وروسته په ځينو برخو کښې د عمران خان په دوره په ځينو سياست جوړونو کښې له څرخېدو سره مخامخيږي چې له سياسي لحاظه له امريکې او سعودي سره د تعلقاتو پراختيا، له روسيې نه لرې کېدل، له طالبانو سره د تعلقاتو به څه رنګوالي کښې او حتی له ګاونډيانو سره د روابطو د څه رنګوالي د پالېسۍ بدلونه له هغو څخه دي.
عمران خان ته د عدم اعتاد په رائې کښې له بهرني مداخلت سره په مخالفت کښې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د عمران خان د پلويانو د مظاهرو شروع کېدو ته په پام سره دا امکان شته چې دغه هېواد په راتلونکو هفتو او مياشتو کښې له مدني نااراميو سره مخامخ شي. په تېره بيا دا چې عمران خان د پارلېماني انتخاباتو تر جوړېدو پورې باقي پاتې يو کال د عمومي مقبوليت بيا حاصلولو او د خپل حکومت په نسکورېدو کښې چې د خلقو د رايو په ذريعې سره يې اقتدار حاصل کړے ؤ د بهرنيو عواملو د رول په باره کښې د پردې اوچتولو لپاره يو فرصت بولي.
د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم د دې په ويلو سره چې وارد شوے يا اېمپورټېډ حکومت په رسميت نه پېژني د ولسي مظاهرو غوښتونکے شو.
عمران خان د پاکستان خلقو ته بلنه ورکړه چې د بهرنۍ دسيسې په خلاف صلح ايزې احتجاجي مظاهرې وکړي.
عمران خان زياته کړه، د مايوسۍ احساس کوم چې په هېواد کښې به څرګنده غېر قانوني اقدامات رامنځته کيږي.
د پاکستان څنګته کړې شوي وزيراعظم د دې په باره کښې چې هغه د دغه هېواد فوځ څنګته کړے دے يا يې له هغه غوښتي وو چې استعفاء ورکړي د اوازو په تکذيبولو سره دا خبره په ګوته کړه، د پاکستان او حکومت په خلاف د امريکې د دسيسې په باره کښې محرمانه ليک په ډاګه کړي. همدارنګ يې د دغه ليک يوه يوه نسخه يې د دغه هېواد سترې محکمې، قامي اسمبلۍ او د فوځ مشر قوماندان ته ولېږله.
له بلې خوا په پارلېمان کښې د عمران خان مخالف ګوندونه يوازې د هغه په څنګته کېدو راضي شوي نه دي او کوشش کوي چې د هغه په خلاف د خيانت د تور په لګولو سره د پاکستان ستره محکمه مجبوره کړي چې په داسې تورونو باندې په غور کولو سره اقتدار ته د تحريک انصاف ګوند د مشر د بيا رسېدو لاره بنده کړي.
خو بل لوري ته د پاکستان اکثر عامه خلق د عمران خان څنګته کول له ډېموکرېټک بهير نه بهر او بهرنۍ دسيسه بولي.
په پاکستان کښې د يوې هفتې له سياسي تاوتريخوالي وروسته شهباز شريف د دغه هېواد د درويشتم وزيراعظم په توګه غوره کړې شو.
د نوي وزيراعظم د غوره کولو لپاره د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غونډې په شروع کېدو سره د تحريک انصاف ګوند ټولو استازيو له وزيراعظمۍ څخه د عمران خان په څتګته کولو باندې په اعتراض کښې له خپلو پوسټونو استعفاء ګانې ورکړې.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د عمران خان له څنګته کېدو وروسته د پخواني وزيراعظم نواز شريف ورور شهباز شريف د دغه هېواد د درويشتم وزيراعظم په توګه په رسمي توګه غوره کړ. په دغه غونډه کښې د وزيراعظمۍ د پوسټ لپاره دوه تنه نامزد شوي وو چې د مسلم ليګ نواز ګوند لخوا شهباز شريف او د تحريک انصاف ګوند لخوا شاه محمود قرېشي ؤ.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ په دغه غونډه کښې د پاکستان د نوي وزيراعظم په پوسټ د شهباز شريف انتخاب چې د عمران خان او تحريک انصاف ګوند يو سخت مخالف ګڼل کيږي، په اسمبلۍ کښې د تحريک انصاف د هغو اتحادي استازيو د دريځ بدلېدو او د شهباز شريف د ملګرتيا کولو په وجه رامنځته شو چې په ۲۰۱۸ کال کښې يې د عمران خان وزيراعظمۍ ته رائې ورکړې وه چې دا موضوع د غور او فکر سبب ده.
په داسې حالاتو کښې دا پوښتنه مطرح ده چې د قامي اسمبلۍ هغه استازي چې له مسلم ليګ نواز ګوند او تحريک انصاف ګوند څخه د وزيراعظمۍ په توګه د يو کس په غوره کولو کښې يې ټاکونکے رول لرۀ او د يوې خوا د اکثريت رايو سبب کېدل کوم وجوهات او عوامل وو چې هغوي يې د عمران خان له ملاتړه لاس اخېستلو ته مجبور کړل؟
هغه ډول چې عمران خان په رسنيو کښې مطرح کړې ده هغه د پارلېمان دننه د اپوزيشن په مرستې سره د امريکې د دسيسې قرباني شوے دے او په همدې بنياد ده چې د تحريک انصاف ګوند مشر د پاکستان اوسنے حکومت وارد شوے يا اېمپورټېډ حکومت بللے او ورسره له ناستې او ملګرتيا کولو ډډه کړې ده.
د داسې يوې پالېسۍ په بنياد د پاکستان په قامي اسمبلۍ کښې د تحريک انصاف ګوند پخواني خارجه وزير او د شهباز شريف سيال شاه محمود قرېشي په شمول ټولو غړيو استازيو د امريکې په مداخلت سره د عمران خان په څنګته کېدو باندې په اعتراض کښې استعفاګانې ورکړې او شهباز شريف بې له سيالۍ په يو اړخيزه توګه د وزيراعظمۍ لپاره وټاکل شو.
د پارلېمان له استازيتوب څخه د تحريک انصاف ګوند له سلو نه د زياتو استازيو استعفاګانو او په ټول هېواد کښې د احتجاجي تحريک شروع کولو ته په پام سره لرې ښکاري چې د شهباز شريف حکومت او موجوده يو اړخيز پارلېمان به دوام راوړي او حالات داسې ښکاري چې د وار مخکښې انتخاباتو لپاره برابره شي.
---------------