روسیې ته د ایران د وسلو د استولو خبر جعلي دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115176-روسیې_ته_د_ایران_د_وسلو_د_استولو_خبر_جعلي_دی
فارس خبري اژانس وايي په تهران کښې د روسیې سفارت روسیې ته د ایران د وسلو د استولو په هکله خپاره شوي خبرونه جعلي وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 09:09 Asia/Kabul
  • روسیې ته د ایران د وسلو د استولو خبر جعلي دی

فارس خبري اژانس وايي په تهران کښې د روسیې سفارت روسیې ته د ایران د وسلو د استولو په هکله خپاره شوي خبرونه جعلي وبلل .

څه موده مخکې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کښې د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره  له عراق څخه د ټانک ضده توغندیو او له ایران څخه روسیې ته د ایران د باور درې سوه درې اویا (۳۷۳)ډوله توغندیو د استول کیدا ادعا کړي وه  .

د دغه راپور له خپریدا وروسته په بریتانیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې ادعا دروغ وبلله او هغه یې یو(۱) بې اساسه او غیر حرفه اي راپور وباله .

په بریتانیا کښې د ایران د سفارت په ټویټر پیغام کښې ویل شوي دي د اوکراین پرضد له عراق څخه د ایران لخوا د قاچاق شویو وسلو د روسیې د استفادې په نوم سره د ګارډین ورځپاڼې راپور یوه(۱) بې اساسه او غیر حقیقي کیسه ده او د مینځني ختیځ له بدلونونو سره په اوکراین کښې د وروستیو بدلونونو ترمینځ د ارتباط د رامینځته کولو لپاره هڅه ده  او د ایران د نوم اخیستل د نه منلو وړ او غیر حرفه اي اقدام او  د ګارډین ورځپاڼې لوستونکو ته یو ډول بې احترامي ده .

په تهران کښې د روسیې سفارت نن په یوې(۱) بیانیې کښې وویل هغه خبرونه چې په ځینو رسنیو کښې روسیې ته د ایران د وسلو د استولو په هکله خپاره شوي دي جعلي او هغه هیڅ حقیقت نلري .