امریکا د روسیې د سفارت فعالیت بند کړی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115202-امریکا_د_روسیې_د_سفارت_فعالیت_بند_کړی_دی_.
اسپوتنیک خبري اژانس وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل د امریکا د چارواکو لخوا په واشنګټن کښې د ماسکو د سفارت فعالیت بند کړی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2022 00:19 Asia/Kabul
  • امریکا د روسیې د سفارت فعالیت بند کړی دی .

اسپوتنیک خبري اژانس وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل د امریکا د چارواکو لخوا په واشنګټن کښې د ماسکو د سفارت فعالیت بند کړی شوی دی .

امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین باندې د روسیې حملې ته په غبرګون کښې د ماسکو پرضد پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي دي .

په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل په حقیقت کښې د امریکا حکومتي ادارو په واشنګټن کښې د ماسکو د سفارت فعالیت بند کړی دی او د امریکا بانک هم په هوسټن او نیویارک کښې د روسیې د دوو کنسولګریو د بانک حسابونه تړلي دي .

د امریکا په مشرۍ لویدیځو هیوادونو د روسیې د کنټرولولو او د کلابند کولو په هدف سره له اوکراین سره زیاتې پوځي او وسله والې مرستې کړي دي او ناټو هم  د زیاتو ګډو مانورو په ترسره کولو او د اوکراین پوځیانو ته د پوځي روزنې په ورکولو سره په اوکراین کښې شتون پیدا کړی دی .

روسیې په ځلونو ویلي دي  اجازه به ورنکړي چې د اوکراین له خاورې ورته ګواښ وشي .