د اوو ماشومانو مور له شل کلن هلک سره وتښتیده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115410-د_اوو_ماشومانو_مور_له_شل_کلن_هلک_سره_وتښتیده
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مدهیه پردیش صوبې کښې پنځوس(۵۰) کلنه واده شوي میرمنه چې اوه(۷) بچیان لري له شل (۲۰) کلن سره وتښتیده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 07:49 Asia/Kabul
  • د اوو ماشومانو مور له شل کلن هلک سره وتښتیده

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په مدهیه پردیش صوبې کښې پنځوس(۵۰) کلنه واده شوي میرمنه چې اوه(۷) بچیان لري له شل (۲۰) کلن سره وتښتیده .

دغه پیښه د هندوستان په مدهیه پردیش صوبې کښې په چهتر پور سیمه کښې هغه وخت رامینځته شوه کله چې د غنمو  د شوکولو په وخت د پنځوس کلنې میرمنې له شل کلن هلک سره جنسي اړیکې جوړې شوې او وروسته دغه پنځوس کلنه میرمن او شل کلن هلک دواړه له خپلو کورونو وتښتیدل .

د پینځه پنځوس کلنې میرمنې خاوند وویل چې مونږ پینځه دیرش کاله کیږي چې له یوبل سره واده کړی دی او مونږ اوه بچیان لرو او زمونږ دوې(۲) لوڼې واده شوي هم دي .

دغه سړي وویل چې د ښځې له کور څخه تښتیدا وروسته زه له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ شوی یم ځکه چې میرمنې مې د غنمو د شوکولو د مزدورۍ پیسې هم له ځان سره وړي دي .