د هندوستان ښاریز په رکشې باندې بوټي لګولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115600-د_هندوستان_ښاریز_په_رکشې_باندې_بوټي_لګولي
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې یوه (۱) ښاریز له ګرمۍ د مسافرانو د بچولو لپاره د خپلې رکشې په چت باندې بوټي کرلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • د هندوستان ښاریز په رکشې باندې بوټي لګولي

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې یوه (۱) ښاریز له ګرمۍ د مسافرانو د بچولو لپاره د خپلې رکشې په چت باندې بوټي کرلي دي .

د نوي ډيلي اته څلویښت (۴۸) کلن ښاریز مهندرا کمار رکشه چلوي او هغه له ګرمې د مسافرانو د بچولو او د هغوې  د ساړه ساتلو لپاره د رکشې په چت باندې شنه  بوټي کرلي دي .

هغه وايي چې په نوي ډیلي کښې د تودوخي درجه له پینځه څلویښت (۴۵) سینټي ګریډ کیدا سره سره دغه شن بوټي رکشه سړه ساتي .

د هندوستان دغه ښاریز د مسافرانو د اسانتیا لپاره په رکشې کښې دوه (۲) کوچني کولر او پنکې هم لګولي دي .

دغه په زړه پورې رکشه د نوي ډیلي په سړکونو کښې د خلکو د پام په مرکزه بدله شوي ده او خلک په دغه رکشې کښې سپریږي او بیا عکسونه اخلي او ویډیوګانې جوړوي .