د هندوستان ښاریز په رکشې باندې بوټي لګولي
May 05, 2022 01:22 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې یوه (۱) ښاریز له ګرمۍ د مسافرانو د بچولو لپاره د خپلې رکشې په چت باندې بوټي کرلي دي .
د نوي ډيلي اته څلویښت (۴۸) کلن ښاریز مهندرا کمار رکشه چلوي او هغه له ګرمې د مسافرانو د بچولو او د هغوې د ساړه ساتلو لپاره د رکشې په چت باندې شنه بوټي کرلي دي .
هغه وايي چې په نوي ډیلي کښې د تودوخي درجه له پینځه څلویښت (۴۵) سینټي ګریډ کیدا سره سره دغه شن بوټي رکشه سړه ساتي .
د هندوستان دغه ښاریز د مسافرانو د اسانتیا لپاره په رکشې کښې دوه (۲) کوچني کولر او پنکې هم لګولي دي .
دغه په زړه پورې رکشه د نوي ډیلي په سړکونو کښې د خلکو د پام په مرکزه بدله شوي ده او خلک په دغه رکشې کښې سپریږي او بیا عکسونه اخلي او ویډیوګانې جوړوي .
ټیګونه