د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د جوبایډن په دریځ نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115692-د_امریکا_پخواني_ولسمشر_ټرمپ_د_جوبایډن_په_دریځ_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په وړاندې د خپل هیواد د اوسني حکومت په کړچار باندې نیوکې سره وویل ممکنه ده چې په میلیونونو خلک مړه شي ځکه چې واشنګټن نه پوهیږي چې کوم ډول له ماسکو سره سلوک وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 07:15 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د جوبایډن په دریځ نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په وړاندې د خپل هیواد د اوسني حکومت په کړچار باندې نیوکې سره وویل ممکنه ده چې په میلیونونو خلک مړه شي ځکه چې واشنګټن نه پوهیږي چې کوم ډول له ماسکو سره سلوک وکړي .

ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کښې د مشرانو جرګې د کاندید «مهمت از »په ملاتړ کښې په تبلیغاتي کمپاین کښې وویل د امریکا چارواکي نه پوهیږي چې په کوم ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چلند وکړي .

د امریکا چارواکي دقیقا په غلط وخت کښې غلطې خبرې کوي او په میلیونونو خلک به په نهایت کښې ووژل شي ځمکه چې  مونږ نه پوهیږو چې څه وکړو .

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ وویل دا د موډرن وسلو د نا باور قدرت په دلیل د امریکا په تاریخ کښې تر ټولو خطرناکه شیبه ده .

ټرمپ وویل حاضردمه غلط کسان د امریکا په حکومت کښې په غلط ځای او په غلط وخت کښې ناست دي .

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په ځلونو ټینګار کړی دی چې روسیې په خپل ځاې کښې د شتون په بڼه کښې هیڅکله په اوکراین کښې د جنګ د پیلیدا فیصله نه کوله او د امریکا چارواکي باید اجازه ورنکړي چې د اوکراین جنګ دوام ولري .

ټرمپ مخکې ډاګینه کړي وه چې په اوکراین باندې د  روسیې حمله د جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو  کښې د امریکا د کمزورتیا او د ناتوانۍ په دلیل شوي ده .

د اوکراین جنګ د څه دپاسه دوو (۲) میاشتو په تیریدا سره اوس هم دوام لري .