امریکې د طالبانو موقته حکومت ګواښلی دی
د امریکې د خارجه وزارت ویاند د طالبانو حکومت د دغې ډلې خلاف د دباؤنو په زیاتولو ګواښلی دی
د امریکې د خارجه وزارت د ویاندوي دغه دریځنیونه د افغانستان په کورنیو چارو کښې د دغه هیواد د بې ځایه لاسوهنو یوه بله نمونه ده
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې نډ پرایس وویل: که د ښځو د حقوقو په لړ کښې د طالبانو د اقداماتو د لغوه کیدو کومه نښه ونه لیدې شي نو ورباندې به دباؤنه زیات شي.
هغه په یوې خبري غونډې کښې د ښځو د ستر او پردې د ډول په هکله د طالبانو د نوي قانون اعلانیدو ته په شاارې سره وویل: طالبانو ته ویل شوي دي چې که د افغانستان د ښځو خلاف محدودیتونه اجرايي شي نو د امریکې حکومت پر طالبانو د دباؤ راوستلو اوزارونه لري او هغه به وکاروي.
هغه په طالبانو باندې د دباؤ د زیاتولو د څرنګوالي په هکله له وضاحت پرته وویل: مونږ له خپلو انډیوالانو او شریکانو سره له نزدې څخه صلاح مشورې کړې دي او په طالبانو به د دباؤ زیاتولو لپاره یولړ اقدامات ترسره کړو تر څو ځینې فیصلې بدلې کړي او پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.