امریکا، اوکراین ته سټینګر او جاولین توغندي استولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115868-امریکا_اوکراین_ته_سټینګر_او_جاولین_توغندي_استولي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه(۱) چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل واشنګټن تراوسه اوکراین ته اوه زره(۷۰۰۰) د الوتکو ضد سټینګر او د ټانک ضد جاولین توغندي ورکړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 06:51 Asia/Kabul
  • امریکا، اوکراین ته سټینګر او جاولین توغندي استولي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه(۱) چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل واشنګټن تراوسه اوکراین ته اوه زره(۷۰۰۰) د الوتکو ضد سټینګر او د ټانک ضد جاولین توغندي ورکړي دي .

د پینټاګان چارواکو سي این این ټیلي ويژن ته وویل په اوکراین کښې د روسیې د جنګ  له پیل راهسې امریکا د اوکراین ځواکونو ته پینځه زره او پینځه سوه(۵۵۰۰) جاولین ټانک ضد توغندي او د الوتکو ضد پینځه سوه(۵۰۰) سټینګر توغندي ورکړي دي .

د امریکا لاکهیډ مارټین شرکت هم پرون وویل دغه شرکت نیت لري په کال کښې د جاولین توغندیو تولید له دوه زره یوسل (۲۱۰۰) څخه څلورو زرو (۴۰۰۰) ته ورزیات کړي .

د امریکا د لاکهیډ مارټین د وسلو د جوړولو د شرکت لخوا د جاولین توغندیو د جوړولو د کار د زیاتولو موضوع له دې کبله اهمیت لري چې واشنګټن زرګونو جاولین توغندي اوکراین ته استولي دي چې هغه له روسیې  سره د مقابلې لپاره استعمال کړي .

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل واشنګټن تراوسه اوکراین ته ډیر توپونه او د هغوې په لګونو ګولې هم ورکړي دي .