امریکا، اوکراین ته سټینګر او جاولین توغندي استولي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه(۱) چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل واشنګټن تراوسه اوکراین ته اوه زره(۷۰۰۰) د الوتکو ضد سټینګر او د ټانک ضد جاولین توغندي ورکړي دي .
د پینټاګان چارواکو سي این این ټیلي ويژن ته وویل په اوکراین کښې د روسیې د جنګ له پیل راهسې امریکا د اوکراین ځواکونو ته پینځه زره او پینځه سوه(۵۵۰۰) جاولین ټانک ضد توغندي او د الوتکو ضد پینځه سوه(۵۰۰) سټینګر توغندي ورکړي دي .
د امریکا لاکهیډ مارټین شرکت هم پرون وویل دغه شرکت نیت لري په کال کښې د جاولین توغندیو تولید له دوه زره یوسل (۲۱۰۰) څخه څلورو زرو (۴۰۰۰) ته ورزیات کړي .
د امریکا د لاکهیډ مارټین د وسلو د جوړولو د شرکت لخوا د جاولین توغندیو د جوړولو د کار د زیاتولو موضوع له دې کبله اهمیت لري چې واشنګټن زرګونو جاولین توغندي اوکراین ته استولي دي چې هغه له روسیې سره د مقابلې لپاره استعمال کړي .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل واشنګټن تراوسه اوکراین ته ډیر توپونه او د هغوې په لګونو ګولې هم ورکړي دي .