د کډوالو په وړاندې د اروپا دوه ګوڼې معیار
د اروپا دوه ګوڼی کړچارونه په داسې حال کی دي چی دغه هیوادونه له بشری حقوقو د پلویتوب او انسان دوستانه شعارونو په اپوټه په عمل کی له کډوالو سره انساني کړچار نلری او په هغو کې ډیر د اروپا پولو ته شړل کیږي اوهغه ډیر کسان هم چی په کیمپونو کې له ډیرو کمو امکاناتو برخمن دي ، له غیر انسانی چلند سره مخامخ دي .
د اسیا د لویدیځ په ځینو هیوادونو کې د اقتصادي او سیاسی کړکیچونو او همداراز د روسیې او یوکرین د جنګ په دوام سره د اروپا پولو ته د کډوالو سیلاب دوام لری . په دې زمینه کې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوالو ټولنو د اروپا لخوا د یوکرینی کډوالو د سملاسی منلو او د نورو ملتونو د کډوالو په وړاندې سختیانو کول د دوه ګوڼی معیار یوه نښه وبلله .
د افریقایی ، فلسطینی ، سوریایی ، عراقی ، یمنی او نورو د لویدیځې اسیا هیوادونو سره د لویدیځو هیوادونو کړچار تل سخت دې او خپلو ټاټوبیو ته د هغو د ستنولو لپاره د تاوتریخوالیو له اعمالولو سره یو ځای دې ، په دې ډول چی د ملګرو ملتو د کډوالو کمشنرۍ د وروستیو شمیرنو په اساس ډیر افغانستاني کډوال په تیرومیاشتو کې چی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د اروپا پولو ته کډوال شوي دي نه یوازې د دغو هیوادونو لخوا منل شوي ندي بلکې یو شمیر چی د اروپا خاورې ته په ورداخلیدا کې بریالی او کیمپونو کې میشت شوي دي ، له ډیرو بدو شرایطو سره مخامخ دي . دا شرایط په داسې حال کی دی چی د روسیې او یوکرین له جنګه د کابو دریو میاشتو په تیریدا سره ډیر یوکرینی کډوال د اروپایی هیوادونو له لوری منل شوي دي . د نړیوالو شمیرنو په اساس داروپایی هیوادونو له لوری څه د پاسه ۵ میلیونه یوکرینی کډوال منل شوي دي .
د اروپا دوه ګوڼی کړچارونه په داسې حال کی دي چی دغه هیوادونه له بشری حقوقو د پلویتوب او انسان دوستانه شعارونو په اپوټه په عمل کی له کډوالو سره انساني کړچار نلری او په هغو کې ډیر د اروپا پولو ته شړل کیږي اوهغه ډیر کسان هم چی په کیمپونو کې له ډیرو کمو امکاناتو برخمن دي ، له غیر انسانی چلند سره مخامخ دي .
د ملګرو ملتو د کډوالو چارو عمومی منشی فیلیپو ګرانډی د اروپا په پولو کې د کډوالو پرضد د تاوتریخوالی د زیاتیدا په نسبت خبردارې ورکړ او ویې ویل هغه څه چی د اروپا په پولو کې کیږی له قانونی او اخلاقی نظره د منلو ندی او باید ودرول شی .
اروپایی هیوادونه په داسې حال کې داسې سیاستونه اعمالوی چی پخپله په سلطه غواړو او غلیمانه سیاستونو سره د دغو ډیرو نښتو او تاوتریخوالیو عامل دي ، حتی د یوکرسین او روسیې په جنګ کې هم اروپایی هیوادونه د اوکراین له دریځو په ملاتړ سره دغه جنګ ته لمن وهی .
دغه شرایط نه یوازې د کډوالو په موضوع کې لیدل کیږی بلکې د روسیې او یوکرین په جنګ او د لودیدیځې اسیا په ځینو هیوادونو کې کړکیچونو کې د لویدیځ دوه ګوڼی معیارونه ډیر ښه لیدل کیدلې شي .
په حقیقت کې دغه هیوادونه د خپلو سیاستونو او ګټو په لړ کې د غلیمانه سیاستونو په اعمالولو او له ټکیو سره په لوبو سره کړکیچونو ته لمن وهی چی نتیجه یې د دغو هیوادونو د ډیرو ښاریزو کډوالیدا او بی کوره توب دی . په حقیقت کې اروپایی هیوادونه اوس د یوکرین په کړکیچ کې له څیرې پرده اوچته شوی ده او په دغسې توکمیزو کړنو سره په عملی توګه د خپل شعار او جالی معیارونو باندې د تایید ټپه وهلی ده .
د روسیې د سیاسی مطالعاتو موسسې سلاکار سوشینکووا وایی دغه دوه ګونې معیار او کړچار هغه معیار ندې د نښتو له پیل شروع شویې دې بلکې پخپله یو ښکاره معیار دې سیسټماټیکې ځانګړنې لري .