ورځپاڼو ته کتنه ۳۰-۲-۹۲
د تهران چاپ نننیو اکثرو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کښې د قران شریف د نړیوالو سیالیو په درې دېرشمې دوره کښې د ګډون کوونکو په کتنه کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای وېناوې راخېستې دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله سرخۍ کښې د معظم رهبر په حوالې سره ولیکل،په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو اجرا کوونکی هېوادونه له اسلامی امت سره خیانت کوی.
دوی په خپلو وېنا کښې زیاته کړه،په داسې حالاتو کښې چې د استکبار هدف او مقصد د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو او جنګ جګړو رامنځته کول دی اسلامی امت ته پکار دی چې په دغه الهی نعمت باندې د منګولو په لګولو سره د وحدت په لاره کښې حرکت وکړی. دوی په دې باندې په تاکید سره چې امریکه لویه طاغوتوته او ستره شېطانه ده وویل، نن د عالمانو، روڼ اندو او پوهانو ترټولو مهمه دنده او ذمه واری د دښمنانو د فرېبکاریو په وړاندې بېدارونه ده.
-----------
ورځپاڼې ولیکل، د کروشیا ولسمشره چې د یو لوړ رتبه سیاسی او اقتصادی پلاوی په مشرۍ یې ایران ته سفر کړے دے پرون د خصوصی برخې د فعالانو په ټول کښې له ایران سره د تجارتی او صنعتی تعلقاتو د پراختیا په اړه ژمنه وکړه.
--------
اطلاعات ورځپانې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت او کروشیا د ولسمشرانو په موجودګۍ د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتیاو دوه سندونه لاس لیک شول.
-------
ورځپانې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیالې مېرمن معصومه ابتکار چې د جنوبی کوریا له سرکاری خبری اژانس سره یې مرکه کوله وویل، د ټولو هېوادونو اېټمی بې وسلې کول ضروری چاره ده.
-----------
ورځپاڼې د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د ویاند په حوالې سره ولیکل، سعودی له القاعدې څخه په یمن باندې د دباو راوړلو لپاره د اړم په توګه استفاده کوی.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د عراق د اسلامی مقاومت نجباء د عمومی سېکتر په حوالې سره خبر ورکړ، د داعش د ترهه ګرو له پنجو څخه د فلوجې د ازادولو لپاره ستر عملیات شروع شول.
-------
د ورځپاڼې له قوله پاکستان وویل د خپل اېټمی پروګرام د اودرولو لپاره به له امریکې سره خبرې اترې ونکړی.
--------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په حوالې سره ولیکل، کروشیا له اروپائی اتحادیې سره د ایران د تعلقاتو دروازه کېدې شی.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بغداد کښې د وړمې ورځې د ترهه ګرۍ دعملیاتو په غندلو سره وویل، د ترهه ګرۍ په خلاف مبارزه کښې له عراق او سوریې څخه ملاتړ له نړیوال امنیت څخه ملاتړ دے.
-------
ورخپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د یو استازی محسن کوهکن له قوله ولیکل، لاریجانی او عارف د دغې جرګې د مشرۍ دحاصلولو لپاره جدی دی.
----------
ورځپاڼې ولیکل، آیت ا... هاشمی رفسنجانی د خبرګانو د جرګې د مشرۍ لپاره نه کاندید کیږی.
---------
رسالت ورځپاڼې د جنګ په دوارن کښې د سپاه وزیر رفیق دوست وویل، د ایران توغنده ای او د ډرون الوتکو توان د دنیا له ځینو سترو هېوادونو هم وړاندې دے.
--------
ورځپاڼې د مشهور امریکائی نظر پرداز نوام چامسکی له قوله ولیکل، سعودی عربستان د امریکې او برطانیې په وسلو سره د ترهه ګرو روزنه کوی.
----------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د عراق د الوطنیه ائتلاف مشر او د دغه هېواد پخوانی وزیراعظم ایاد علاوی وویل عراق د وسله والې ولسی انتفاضې په درشل کښې شتون لری.
-----------
شرق ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د مصحلت د ټولنې د سټراټیجکو تحقیقاتو د مرکز د مشر ډاکټر علی اکبر ولایتی له قوله ولیکل، سوریه د مقاومت د کرښې لپاره یوه طلائی حلقه ده اوکه سوریه تجزیه شوهاو حکومت یې نسکور شو او دغه تکفیریان چې له اسرائیلو، سعودی او امریکې سره یو ځاے دی واکمن شی نو په عملی توګه به هم په لبنان او هم عراق باندې ناوړه اثر وکړی.
---------
ورځپاڼې ولیکل د عراق په بغداد کښې په دې وروستیو ورځو کښې د دهشتګردۍ له چاودنواو ګڼ شمېر عامله خلقو له وژل کېدو او زخمی کېدو وروسته د دغه هېواد وزیراعظم العبادی په استخباراتی اداره کښې یو لړ بدلونونه راوستل.
--------
شرق ورځپاڼې ولیکل، د بحرېن پارلېمان له سیاسته د دین د جدائۍ قانون پاس کړل.
---------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد وزیراعظم نواز شریف په حوالې سره ولیکل، مونږ ته پکار دی چې له دنیا سره د اودرېدو تیاری وکړوو.
----
ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوئټه ښار کښې د امنیتی ځواکونو له موټر سره نزدې د یوې چاودنې له امله یوکس مړ او پینځه نور ژوبل شول.
----------
ورځپاڼې ولیکل د مصر یوه الوتکه چې نهه شپېته تنه پکې سوارۀ وو تباه شوه.
-------
ورځپاڼې د سعودی د قبا جومات د امام او خطیب شېخ صالح المغامسی وویل مدینې منورې ته د کافرانو په داخلېدو کښې هیڅ قباحت نشته.
--------
ورځپاڼې ولیکل، افغان حکومت او حزب اسلامی ګوند موافقې ته ورسېدل.
----
جنګ ورځپاڼې ولیکل، چین په شنګهای تنظیم کښې د پاکستان او هند په شاملېدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.
-------
ورځپاڼې ولیکل له پېښور سره نزدې په اسلم ډهېرۍ کلی کښې د دوو بمی چاودنو له امله یو پولیس مړ او د دیارلسو پولیسو په شمول نولس تنه ژوبل شول.
------
ورځپاڼې د خېبر پختونخوا د پولیسو د مشر په حوالې سره ولیکل د ملک د پولو تر کنټرولېدو پورې به ترهه ګرۍ ختمه نشی.
-----------