د هندوستان ښاریز ولې خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ؟
زمونږ خبریال وايي په هندوستان هیواد کښې یوه خپه شوي میړه په خواړو کښې هره ورځ د نوډلزو د ورکولو په وجه خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ.
تاسو تصور وکړئ که چیرې تاسو په ورځ کښې درې ځله نوډلز وخورئ نو ځینې خلک دا یو خوب ویني خو په هندوستان کښې دغه نوډلز د یوې ښځې او د میړه لپاره د طلاق د اخیستلو سبب شول.
د هندوستان په کرناټک صوبې کښې یوې میرمنې خپل خاوند ته په سهار وخت ناشتې ، د ورځې په ډوډۍ او د شپې په ډوډۍ کښې یوازې نوډلز ورکول او کله چې دغه سړي ته معلومه شوه چې میرمنه یې له نوډلز پرته بل هیڅ ډول ډوډۍ نشي پخولای نو له هغې څخه د جلا کیدا فیصله یې وکړه.
د هندوستان دغه میړه وویل چې زما میرمنه له بازار څخه د نورو خوراکي شیانو پرځاې یوازې نوډلز اخلي او ما ته په ورځ کښې درې ځله نوډلز راکوي.
د هندوستان محکمې د دغه ښځې او د خاوند ترمینځ د روغې جوړې هڅه وکړه خو دواړو له یوبل څخه د جلا کیدا فیصله وکړه او دوې له یوبل څخه جلا شول.