د روسیې استازي د اټومي اژانس مسودې ته غبرګون ښودلی
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډه کښې د پریکړه لیک د مسودې د برابرولو په هکله د لویدیځو هیوادونو د ایران ضد اقدام د اټومي تړون د احیا او د اټومي اژانس او د تهران د حرفه اي اړیکو د ساتلو په لاره کښې خنډ وباله.
میخائیل اولیانوف پرون وویل داسې اوازې شته چې ټاکل شوي ده د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د ایران په هکله د یوه پریکړه لیک مسوده مطرح شي.
هغه وویل په دې زمینه کښې دوې پوښتنې شته: ایا دا ډول پریکړه لیک د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران د حرفه اي اړیکو له ساتنې سره مرسته کوي او دوهمه دا چې ایا دغه پریکړه لیک به د اټومي تړون له احیا کیدا سره مرسته وکړي؟
اولیانوف له دې مخکې هم د ایران په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر د راپورونو ایشوا کیدا ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې و دغه مسله د واکمنۍ شورا د غونډې په درشل کښې ګونګوسې زیاتوي.