روسیې د اوکراین د جنګ د پراخولو په هکله خبرداری ورکړ
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین جنګ ته د دریم ګړي لوري د ورننوتلو په هکله خبرداری ورکړ او د جنګ د پراخولو لپاره د اوکراین د هڅې په هکله د لویدیځو هیوادونو د خبرتیا پرضرورت یې ټینګار وکړ.
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبري کانفرنس کښې وویل د څو ګوڼه راکټي سیسټمونو د استولو په هکله له لویدیځو هیوادونو د اوکراین غوښتنه د جنګ د زیاتولو لپاره د کي یف د هڅې ښودنه کوي.
هغه وویل اوکراین په دا ډول اقداماتو سره هڅه کوي نور هیوادونه جنګ ته ورګډ کړي.
په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف اوکراین ته د امریکا د توغندوي سیسټم د استولو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل د امریکا لخوا اوکراین ته د توغندوي سیسټم استول به په اوکراین کښې د جنګ د زیات خطر نو هم ډیر زیات کړي.